اطلاعات روز: لغمان کې ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د تېر جمهوري نظام دوه سرتېري وژلي، خو طالبانو بیا یاد کسان «باغیان» بللي او ویلي یې دي چې د دوی ضد فعالیتونه یې کول.
لغمان کې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي وویل، چې دغه سرتېري تېر ماښام (شنبه، ۲۲ د تلې) د دولت شاه ولسوالۍ د «دګړان» سیمه کې په خپل کور کې وژل شوي او یو بل ملګری یې ژوندی بیول شوی دی.
سرچینې زیاته کړه، وژل شوي کسان دادي خان او جاوید نومیدل چې د تېر نظام د پولیسو سرتیري وو او واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته یې په خپله سیمه (دولت شاه ولسوالۍ) کې ژوند کاوه او کومه رسمي دنده یې نه درلوده.
بل خوا لغمان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی بیا ادعا کوي، چې وژل شويو کسانو د طالبانو د حکومت ضد فعالیتونه کول او تېر ماښام یې د یوه کمین پرمهال وژلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو کسانو څخه یې یو شکمن کس ژوندی نیولی او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.
ځايي خلک شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د لغمان په ګڼو سیمو کې طالبان د پخواني حکومت له نظامیانو سره ناسم چلند کوي او په یوه او بله پلمه یې زنداني کوي، شکنجه کوي او حتا وژني یې.
