اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو د يوې اعلاميې په خپرولو سره په بغلان کې پر شيعه لمونځ کوونکو وروستی بريد غندلی او يو ځل بيا يې له ټولو هيوادونو غوښتي چې د تروريستي اقداماتو له ګواښونه سره د مبارزه لپاره دې د ټولو لارو چارو کار واخلي.
دا اعلاميه تېره شپه (شنبه، ۲۲ د تلې) په ملګرو ملتونو کې د البانيا د استازولۍ له لورې خپره شوې ده.
د امنيت شورا غړو د بغلان په مرکز پلخمري کې د «امام زمان» په نوم د شیعه ګانو پر جومات «تروريستي» بريد وخشیانه بللی او سخت يې غندلی دی.
د وروستيو شمېرو له مخې، په دې ځان وژونکي بريد کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي. د دې بريد مسووليت داعش ډلې منلی دی.
د امنيت شورا غړو د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې او ويلي يې دي چې يو ځل بيا تينګار کوي چې تروريزم په خپلو ټولو شکلونو او بڼو کې په افغانستان او نړۍ کې سولې او امنيت ته ګواښ دی.
دوی د وروستي بريد د عاملانو، سازمانوونکو، مالي تأمينوونکو او ملاتړو پر محکمې او له هغوی څخه پر پوښتنې ټينګار کړی دی.
د امنيت شورا غړو زياته کړې چې هر ډول تروريستي اقدام د هغه له انګيزې پرته که هر چيرته، هر وخت او د هر چا له لوري شوی وي مجرمانه او د نه توجيه وړ دی.
دوی يو ځل بيا د نړيوالې سولې او امنيت پر خلاف له تروريستي اقداماتو څخه د راپيدا کېدونکو ګواښونو پر وړاندې په هره وسيله سره د ملګرو ملتونو له منشور او نړيوالو قوانينو سره سم، د ټولو هيوادونو د مبارزې پر اړتيا ټينګار کړی دی.
داعش تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر شيعه ګانو او هزارهوو د بريدونو مسووليت منلی و.
دې ډلې وروستی بريد په داسې حال کې کړی چې طالبان ادعا کوي په افغانستان کې سرتاسري امنيت تأمين شوی او داعش هم په دې هيواد کې حضور نه لري.
