هلمند کې عام خلک شکایت کوي چې دغلته د ډیری ډاکټرانو له لوري ناروغانو ته شفري نسخې لیکل کېږي، چې په وینا یې دې چارې له ستونزو سره مخ کړي او د طالبانو له حکومت یې د مخنیوي غوښتنه کوي.
په دې ولایت کې بیا د طالبانو روغتیایي مسوولین د یادې ستونزې د حل ډاډ ورکوي او وایي، چې په دې وروستیو کې یې ګڼ هغه روغتونونه او د ډاکټراتو کتنځایونه تړلي چې خلکو ته یې شفرې نسخې لیکلې.
د هلمند اوسیدونکي محمد نبي چې خپله ناروغه میرمن یې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه خصوصي روغتون ته بیولې وه وایي، چې د روغتون ډاکټرانو ورته داسې نسخه لیکلې چې د باندې پرې هیڅ درمل پلورنکی نه پوهیږي.
نوموړي وویل: «ما خپله ميرمن وړمه ورځ روغتون ته راوستلې وه په ۱۸۰۰ افغانۍ يې ټول دوا راکړه بیا چې دلته دواخانې ته راغلم په نسخه څوک نه پوهيده کله چې دلته په درملتون کې يې دوا وکتله هغه ډول دوا وه ۶ سوه افغانۍ قيمت يې درلوده.»

محمدحليم چې د هلمند ولايت د موسی کلا ولسوالۍ اوسيدونکی دی وايي، تېرکال يې هم د طالبانو عامې روغتیا ریاست ته د شفري نسخو په اړه شکایت کړی و، خو په وينا يې چې هغوي يې غږ نه دی اوريدلی.
هغه زیاتوي، چې د دوی په ولسوالۍ کې د ډاکټرانو له لوري ناروغانو ته داسې نسخې ورکول کېږي چې په ښار کې پرې څوک نه پوهیږي او د دوی لخوا د ورکول کیدونکو درملو قیمتونه ډیر لوړ وي.
نوموری دغه راز د طالبانو پر حکومت نيوکه کوي چې د تېرو دوو کلونو په موده کې نه دي توانيدلي چې دې ولايت کې د شفري نسخو مخه ونيسي.
محمد حلیم وویل:«ما تيرکال څو شفري نسخې راواخيستلې او د صحت عامې ریاست ته ورغلم هغوی ژمنه هم وکړه چې موږ به د دغه شي پوښتنه کوو، باور وکړه که زما غږ هيچا اوريدلی وي تراوسه دغه کېسه روانه ده.»
په همدې حال کې هلمند کې یو شمیر ډاکټران هم د شفري نسخو ليکل تاييدوي او وايي چې داسې ډير ډاکټران شته چې د روغتون په غوښتنه ناروغانو ته شفري نسخې ليکي.
په دې ولايت کې د داخله ناروغیو مختصص ډاکټر عبدالخلیل امین زاده ناروغانو ته د شفري نسخو ورکول غیرې قانوني عمل ګڼي او وایي، هیڅ ډاکټر حق نه لري چې خلکو ته شفري نسخې ولیکي.
نوموړی په دې اړه وويل: «په طبابت کې دا روښانه شوې چې نسخه باید شفافه وي او هر درملتون او هر صحي کارکوونکی وکولای شي د هغې نسخې مطابق ناروغ ته درمل ورکړي.»
ډاکټران ولې شفرې نسخې لیکي؟
په هلمند کې يو تن درمل پلورنکی محمدظاهر حکمت وايي، چې په دې ولايت کې ډير شمير ډاکټران د داسې کمپنیو سره قرارداد لري چې بې کیفیته درمل په داسې نوم جوړوي چې نورو درملتونونو کې نه پیدا کېږي او یوازې د اړوند ډاکټر په درملتون کې موندل کېږي.
نوموړی زیاتوي، چې قراردادي کمپنۍ د دغه غیر قانوني درملو د پلور له امله ډاکټرانو ته پیسې ورکوي او دوی هم بغیر له کومه ډاره پر خلکو پلوري.
هغه د طالبانو د عامې روغتيا ریاست څخه غوښتنه کوي، چې د ټولو هغو ډاکټرانو او قراردادي شرکتونو مخه دې ونیسې او قانوني چلند دې ورسره وکړي.
حکمت وویل: «ډاکټران د کمپنيو سره قراداد کوي چې د هغوی درمل به په ضمانت پر ناروغانو پلوري بیانو دغه کمپنۍ چې درمل يې هم بي کیفيته وي او په قانون کې ورته د پلور اجازه نه وي دوی ته دغه درمل راوړي هغوی يې بیا پر ناروغانو پلوري چې په بدل کې یې دغه کمپنۍ ډاکټرانو ته ځانګړی امتيازات ورکوي.»

بلخوا بیا هلمند کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس ډاکټر سيداحمد سعيدي هم منې چې يو شمير ډاکټران خلکو ته شفري نسخې ليکي، خو په وينا يې چې تر دې مهاله يې په سلګونه هغه کتنځايونه او روغتونونه تړلي چې د شفري نسخو ثبوتونه ورباندې پیدا شوي دي.
نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې په دې ولايت کې به د عامې روغتيا رياست د ارزونې او بررسۍ ټيم په راتلونکي کې هم د دغه ډول کتنځايونو د مخنيوي لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.
هغه وويل:«موږ هره اوونۍ هغه روغتونونه او کتنځايونه تړو چې شفري نسخي ناروغانو ته ورکوي، په لومړیو کې مو ټولو ډاکټرانو ته مکتوبونه لېږلي، بیا مو ډاکټران راټول کړي، هغوی ته مو خبرداری ورکړی چې له شفري نسخو څخه لاس واخلي، خو هغوی زموږ خبره نه وه منلې موږ يې روغتونونه تړو.»
