اطلاعات روز: د بشر حقونو څار وايي چې له پاکستانه تر يو ميليون د زياتو افغان پناه غوښتونکو شړل هغوی د طالبانو له ځور او اذيت سره مخ کوي.
دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۲۰ د تلې) د پاکستان هغې طرحې ته غبرګون ښوولی چې غواړي د افغانستان تر يو ميليون زيات «غير قانوني» کډوال وشړي.
د بشر حقونو د څار په سازمان کې د اسيا څانګې مديرې پتريشيا ګاسمن ويلي چې «له ډېر وخت راهيسې افغانان په پاکستان کې د دواړو هيوادونو تر منځ د يوه سياسي توپ په څېر يوه-بل ته پاس کېږي».
دې زياته کړې: «په داسې حال کې چې هيوادونه د افغان پناه غوښتونکو له ځای پر ځای کولو شاته کېږي او د ملګرو ملتونو سازمان د پاکستان له پرېکړي غافله دی، افغانان خپل هيواد ته ته ستنول کېږي او هلته د طالبانو د ځورونې له خطر او انساني کړکېچ سره مخ دي.»
دې بنسټ ويلي چې په پاکستان کې زياتو پناه غوښتونکو امريکا، جرمني او کاناډا ته د کډوالۍ غوښتنليکونه ورکړي او تر اوسه يې ۲۰۰ زره انتقال شوي او نور په بې برخليکۍ کې ژوند کوي.
د بشر حقونو څار ويلي چې د افغانستان ښځې او نجونې د کډوال کېدو په لړ کې له زياتونو خنډونو سره مخ دي، ځکه هيوادونه اکثريت نارينه افغان همکاران مني.
دې بنسټ د کډوالو لپاره د پاکستان له لوري ټاکل شوې وروستۍ نيټې او تر دې وروسته د هغوی جبري شړنې ته په اشارې ويلي چې دا ګواښ «په خطرناک وخت» کې کېږي.
د بشر حقونو د څار په وينا، اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو وضعيت بدتر شوی او دې ډلې د ښځو حقونه لکه د کار، تحصيل، روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي او د هغوی د تګ-راتګ حقونه نقض کړي دي.
دې بنسټ ويلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو تر منځ د ښځینه حقونو فعالانې هم شته چې د طالبانو له لوري تر شکنجې وروسته تېښتي ته اړې شوې دي.
همدا راز د بشر حقونو څار ويلي چې افغانستان اوسمهال له يوه داسې انساني او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی چې تر نيم زيات نفوس يې له خطرناکې غذايي ناامنۍ سره مخ کړی، د کورنيو سرپرستې ښځې يې متضررې کړې دي او د ماشومانو تر منځ يې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.
د بشر حقونو څار همدا راز ويلي چې د پناه غوښتونکو د شړنې په تړاو د پاکستان ګواښ د دې لامل شوی دی چې هغوی د دې هيواد د پوليسو له غير قانوني چلند او ځورونې سره مخ شي.
دې بنسټ له پاکستان څخه غوښتي چې د پناه غوښتونکو او کډوالو د جبري شړنې ګواښ دې ختم کړي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کميسارۍ سره دې د افغان پناه غوښتونکو د ثبت بهير له سره شروع کولو کې همکاري وکړي.
د بشر حقونو څار همدا راز د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو، امريکا، جرمني، برېتانيا او کاناډا نيوکه کړې او ويلي يې دې چې دوی د کډوالو د ځای پر ځای کولو په برخه کې خپلې ژمنې نه دې پوره کړې.
دې بنسټ له دې هيوادونو غوښتي چې له خطر سره د مخ کډوالو د ځای پر ځای کولو په تړاو دې خپله ژمنه عملي کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ له شمېرو سره سم، په پاکستان کې ۳.۷ ميليون افغان کډوال مېشت دي چې ۷۰۰ زره تنه يې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دې هيواد ته تللي دي.
ډېری کسان چې د وروستيو دوو کلونو پر مهال پاکستان ته تللي د طالبانو د ځورونې له خطر سره مخ دي او په درېيمو هيوادونو کې د پناه غوښتنې په لټه دي.
پاکستان په دې وروستيو کې هغو کډوالو او پناه غوښتونکو ته چې قانوني اسناد نه لري د نومبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی چې دا هيواد دې پرېږدي، که ولاړ نشي نو په جبري توګه به يې وشړي.
