اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو مسوولین وايي، چې په دغه ولايت کې ۷ تنه د غلا په تور عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمدقاسم رياض وايي، چې دغو کسانو ته نن (پنج شنبه، ۲۰ د تلې) په مرکز لښکرګاه ښار کې سزا ورکړل شوې ده.
نوموړی زیاتوي، یاد اووه تنه چې په غلا تورن وو، هلمند کې د طالبانو د شهري محکمې له لوري د ۲۵ څخه تر ۳۰ دُرو پورې عام محضر کې وهل شوي او تورن کسانو پر یاده پریکړه او سزا قناعت کړی دی.
د هغه په خبره، هلمند کې د طالبانو د محکمې پریکړه د دغې ډلې د تميز او سترې محکمې له لوري هم تایید شوې وه.
طالبانو تر دې وړاندې هم لسګونه کسان په هلمند او نورو ولایتونو کې په دُرو وهلي دي.
