اطلاعات روز: د طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت د پروان ولايت د جبل السراج د سيمنټو د توليد پروژې قرارداد د ۲۲۰ ميليون ډالرو په ارزښت له «عوفی بهرام»، «الفلاح العالمي» او «مجموعه المهام الدولی قطر» شرکتونو سره لاسليک کړی دی.
د طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور نن (پنج شنبه، ۲۰ د تلې) د دې پروژې د تړون د لاسليکېدو په مراسمو کې ويلي، چې د دې پروژې په کار او بشپړېدو سره به هر کال يو ميليون او ۵۰۰ ټنه سيمنټ «له نړيوال معيار سره سم» توليد شي.
ده زياته کړې، چې په دې پروژه کې به پنځو زرو تنو ته د مستقيم کار او په زرګونو نورو ته به د غير مستقيم کار زمينه برابره شي.
د طالبانو کانونو او پيټروليم وزارت د «المهام الدولی قطر» شرکت د رييس په وينا ليکلي، چې دی دا پروژه د افغانستان په وده او کار موندنه کې مهم او بنسټيز ګام ګڼي.
د طالبانو کانونو او پيټروليم وزارت د دې پروژې د تړون د مراسمو په اړه په خپاره کړي راپور کې نور جزييات نه دي ورکړي.
د طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت وياند همايون افغان پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې د دې تړون موده ۳۰ کاله ده.
د جبل السراج د سيمنټو فابريکه د ۱۳۳۷ لمريز کال پر مهال د ۴۰ ميليونه ډالرو په ابتدايي پانګې سره د يوه سهامي شرکت په توګه تاسيس شوه. دا شرکت د ۱۳۵۱ کال پرمهال په دولتي تصدۍ بدل شو او د کانونو او پيټروليم وزارت تر کنټرول لاندې راغی.
د ۱۹۹۶ کال پرمهال د طالبانو د بمباريو له کبله د دې کارخانې توليد ودرول شو. هغه وخت دا فابريکه لس ځله بمبار شوه چې په دې لړ کې يو بم د دې فابريکې د بلبرينګ پر مرکزې حلقهيي کورې ولوېد او دستګاه په بشپړه توګه له فعاليت کولو ولوېده.
د پخواني حکومت د کانونو او پيټروليم وزارت د ۱۳۹۵ پرمهال اعلان وکړ چې دا فابريکه يې د ۷۵ میليونه افغانيو په لګښت بيرته رغولې او يو ځل بيا يې په کار پېل کړی دی.
