اطلاعات روز: کندهار ولايت ته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزير خيرالله خيرخواه د خپل سفر پر مهال په يو لړ مراسمو کې د میرویس خان د مقبرې او احمد شاه ابدالي د کور او مقبرې د ترميم د چارو پرانيسته وکړه.
د دې مراسمو پر مهال چې نن (پنجشنبه، ۱۳ د تلې) جوړ شوي و، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه وويل چې دا تاريخي ودانۍ به د ۲۳ ميليون افغانيو په ارزښت د څو مياشتو په موده کې د دې وزارت له لوري ترميم شي.
نوموړي وويل: « موږ کندهار ته په دغه سفر کې په پام کې لرو چې څلور ابدې ورغوو. په دې ۲۳ ميليونه [ځانګړو شويو] افغانيو کې ۲ ميليون افغانۍ د بهرنيو موسساتو له لوري دي او پاتې ۲۱ ميليونه افغانۍ د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) له خپلي بودجې څخه دي.»
خيرخواه زياته کړه چې د تاريخي ودانيو د رغونې په لړ کې به د ميرويس خان مقبره، د احمدشاه ابدالي مقبره او کور ترميمېږي او همدارنګه په سپين بولدک ولسوالۍ کې د احمد شاهي حوض بيا رغونه او د تخريب شويو ځايونو ترميم هم پکې شامل دي.
په دې تړاو د کندهار اوسېدونکي هم خوښيي ښیي او زياتوي چې د تاريخي ودانيو او ابداتو ساتنه او بيا ترميم د سیلانیانو د راتګ زمينه برابروي.
د کندهار اوسېدونکی کريم الله ويلي، دغه ودانۍ له پخوانیو وختو څخه همداسې زيانمي پاتې وې چې اوس مهال يې زياتې برخې نړېدلي او پاتې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
هغه وايې: «که دغه ودانۍ جوړي شي، په ښه ډول يې ساتنه وشي په زرهاوو خارجيانو به دلته د مېلو لپاره راځي، دلته د سيلانۍ زمينه مساعده کېږي.»
همداراز د کندهار بل اوسېدونکی محب الله ويلي، حکومت بايد تردې وړاندې لا دغه ډول ودانيو ته پوره پاملرنه کړې وای او تخريب شوي ځايونه يې بيا ځلې ترميم کړي وای.
د ده په خبره: «دا ودانۍ زموږ د خلکو او حکومت لپاره د پيسو لاسته راوړلو ښه منبع هم کېدای شي، غوښتنه مو داده چې د پخوا په څېر ورغول شي.»
د ميرويس خان مقبره او د احمدشاه ابدالي د کور ځيني برخې د ورښتونو او نورو افتونو پر مهال تخريب شوې دي چې د نه پاملرنې له کبله يې دغو تاريخي ودانيو ته ډير زيان اوښتی دی.
