يعقوب مجاهد له افغان پناه غوښتونکو سره د پاکستان چلند «بربريت» او «وحشت» وباله

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وزیر يعقوب مجاهد له افغان کډوالوم سره د پاکستان چلند «بربريت» او «وحشت» بللی او د پاکستان له خلکو يې غوښتي چې د خپلو چارواکو مخه ونيسي.

نوموړي دا څرګندونې نن (پنج شنبه، ۱۳ د تلې) د طالبانو تر واک لاندې د پوليسو د اکاډمۍ د څوارلسمې دورې د فارغينو په مراسمو کې کړې دي.

مجاهد د افغانستان د کډوالو لپاره د پاکستان له لوري ټاکل شوې وروستۍ نېټه غندلې او ويلي يې دي چې دا پرېکړه غير عادلانه او بې انصافه ده.

هغه زياته کړې: «موږ د پاکستان له شريفو خلکو او محترمو سياسيونو او علماوو څخه هېله کوو چې چارواکې يې چې له افغانانو سره بربريت او وحشت کوي، مخه دې يې ونيسي.»

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست د بشري حقونو له بنسټونو او ملګرو ملتونو هم غوښتي چې د پاکستان مخه دې ونيسي.

ده ويلي: «موږ له نړيوالو بنسټونو او هغو هيوادونو چې خپل ځانونه د بشري حقونو مدافع ګڼي، هېله کوو او ملګري ملتونه او نور سازمانونه بايد ميدان ته راشي او د پاکستان لاس ونيسي چې دا عمل [ونه کړي]. له افغانانو سره دا عمل ظلم دی، وحشت او بربريت دی چې په هيڅ ډول نه شي توجيه کېدلای.»

په پاکستان کې افغان کډوال د نيونې او له هغه هيواده د شړلو له خطر سره مخ دي.

ويل کېږي چې په وروستيو ورځو کې پاکستاني پوليسو شاوخوا زر افغان وګړي نيولي دي.

پاکستاني دولت هم اعلان کړی چې «غير قانوني» پناه غوښتونکو او کډوالو ته د نوامبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکوي چې دا هيواد پرېږدي او که ولاړ نه شي نو وروسته به د دې هيواد د پوليسو له لوري وشړل شي.

د بښنې د نړيوال سازمان په ګډون د بشري حقونو نړيوالو بنسټونو د پاکستان دې تصميم ته په غبرګون کې ويلي، چې افغانستان ته د کډوالو په زور شړل کډوال له جدي خطر سره مخ کوي.

د بښنې نړيوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو تاريخي ملاتړ ته دې دوام ورکړي تر څو هغوی د شړلو له وېري پرته د عزت ژوند وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه