نورستان کې پر طالبانو د «ملي مقاومت جبهې» بریدونه؛ اوو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

اطلاعات روز: نورستان کې ځايي سرچینې وایي، چې د «ملي مقاومت جبهې» ځواکونو د دې ولایت په منډول او دواب ولسوالیو کې پر طالبانو بریدونه کړي چې له امله یې اوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، دا بریدونه تېره شپه (سې شنبه، ۱۱ د تلې) د منډول او دواب ولسوالیو په اړوندو سيمو کې شوي دي.

د سرچینې په خبره، د «ملي مقاومت جبهې» ځواکونو لومړی برید په منډول ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې بوستې برید کړی، چې له امله یې دوه طالبان مړه او دوه نور ټپیان شوي.

د سرچینې په وينا، د یاد برید له امله د طالبانو یو رېنجر موټر هم سوځېدلی.

یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ویلي، تېره شپه د «ملي مقاومت جبهې» ځواکونو د دواب ولسوالۍ پر ودانۍ راکټي برید کړی، چې په پایله کې یې درې طالب سرتېري ټپیان شوي.

سرچینو زیاته کړې، چې په دې بریدونو کې د «ملي مقاومت جبهې» یو شمېر ځواکونه هم ټپیان شوي؛ خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

بلخوا «ملي مقاومت جبهې» هم په یوه اعلاميه کې ويلي چې د نورستان په منډول او دواب ولسواليو کې يې پر طالبانو بريدونه کړي او دوه تنه يې وژلي او پنځه نور يې ژوبل کړي دي.

د «ملي مقاومت جبهې» له اعلاميې سره سم، د نورستان په منډول ولسوالۍ کې جګړه د سې‌شنبې شپې پر شپږ بجو پيل چې د چهارشنبې د ورځې د سهار تر څلورو بجو روانه وه. په اعلاميه کې ويل شوي چې د جګړې په ترڅ کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

همدا راز «ملي مقاومت جبهې» د دواب ولسوالۍ پر مرکز د راکيټي بريد خبر هم ورکړی او ويلي يې دي چې درې طالبان يې ژوبل کړي. د دې جبهې له لوري له خپرې شوې اعلاميې سره سم، په دې بريدونو کې د «ملي مقاومت جبهې» يوازي يو سرتېری ژوبل سطحي ژوبل شوی.

تر اوسه په نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکو د دې بریدونو په تړاو څه نه دې ویلي.

غربي نورستان د هېواد هغه سيمه ده چې د پخواني جمهوري نظام له پرځېدو وروسته پکې «ملي مقاومت جبهه» فعاله او وخت ناوخت د طالبانو پر نظامي مرکزونو او پوستو بریدونه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه