اطلاعات روز: د نړۍ اتيا هيوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د بنديزونو د ختمېدو غوښتنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازولۍ نن (چهارشنبه، ۱۲ د تلې) سهار اعلان کړی چې دا اعلاميه د دې هيواد له لوري د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د درېيمې کميټې په ناسته کې وړاندې شوې ده.
دې استازولۍ پر ايکس ليکلي، چې د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو اوامر له «اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو سره په تضاد کې» دي.
د متحده عربي اماراتو استازولۍ زياته کړې، چې موږ له طالبانو غواړو چې سمدستي دې هغه اوامر لغوه کړي چې بشري حقونه او د ښځو او نجونو ازادۍ نقض کوي او ټينګار يې کړی چې د افغانستان په اقتصادي او ټولنيزه وده کې د هغوی رول ډېر مهم دی.
په ياده مشترکه اعلاميه کې چې د نړۍ د ۸۰ هيوادونو له لوري لاسليک شوې، ويل شوي چې افغان ښځې په نړۍ کې د تبعيض له «تر ټولو سختې او سيسټماټيکې» بڼې، ځپنې او د حقونو له نقض سره مخ دي.
د دې اعلاميې لاسليکوونکو د ښځو پر ژوند د طالبانو د اوامرو د اغېز په اړه اندېښنه ښودلې او له دې ډلې يې غوښتي چې سمدتي دې هغه فرمانونه او اوامر چې د ښځو حقونه او ازادۍ نقضوي، لغوه کړي.
دوی همدا راز له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو بشري حقونو ته درناوی وکړي او هغه دې رعايت کړي او ښځو او نجونو ته دې اجازه ورکړي چې د افغانستان په ټولنه کې ګډون او حضور ولري.
د دې اعلاميې لاسليکوونکو له دې سره-سره له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې دې د يوې پراخې سياسي او ټولګډونه پروسې زمينه برابره کړي تر څو ټول وګړي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې وکولای په اقتصاد، سوله، سوکالۍ او د خپل هيواد په راتلونکي کې رول ولري.
دا اعلاميه متحده عربي اماراتو، جرمني، بريتانيا، کاناډا، اروپايي ټولنې او ۷۵ نورو هيوادونو لاسليک کړې ده.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تللو راګرزولې دي او د نجونو پر وړاندې يې د پوهنتونو دروازې هم تړلې دي.
دې ډلې همدا راز ښځې په دولتي ادارو او غير دولتي داخلي او نړيوالو سازمانونو کې له کار کولو منع کړې او په ټولنه کې يې د هغوی پر حضور هم پراخ بنديزونه لګولي دي.
د بشري حقونو نړيوال بنسټونه وايي، چې له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د جنسيت له مخې ازار او ځورونه ده او ښايي د بشريت پر خلاف جنايت وګڼل شي.
