اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د نه منلو وړ بللی او له دې هيواده يې غوښتي چې پر خپل پلان دې له سره غور وکړي.
مجاهد همدا راز نن (چهارشنبه، ۱۲ د تلې) پر ايکس خواله رسنۍ په يوه پیغام کې ليکلي، چې افغان کډوال د پاکستان په امنيتي ستونزو کې لاس نه لري.
د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير سرفراز بوکټي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د روان ميلادي کال له جنورۍ مياشتې بيا تر اوسه په پاکستان کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي چې په هغو کې ۱۴ يې د افغان وګړو له لوري ترسره شوي دي.
د پاکستان دولت په خپله تازه پرېکړه کې د نوامبر مياشتې تر لومړۍ نيټې افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې دا هيواد پرېږدي.
د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير ويلي، که دا کډوال تر نوامبر مياشتې پورې په خپله خوښه له پاکستانه ونه وځي، نو د دې هيواد د ټولو ايالتونو پوليس به يې وشړي.
د طالبانو وياند د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې ويلي، چې «پاکستانی لوری بايد په دې تړاو پر خپل پلان له سره غور وکړي.»
مجاهد ليکلي: «تر څو چې افغان کډوال په خپله خوښه او ورو توګه له پاکستانه وځي، تر هغه وخته بايد د پاکستان حکومت زغم ولري.»
تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په واک کې دی، هم ويلي و، چې د پاکستاني چارواکو د ژمنو برخلاف په پاکستان کې د افغانانو نيول او ځورول دوام لري.
د دې سفارت په وينا، د تېرو دوو اونيو پرمهال لږ تر لږه زر افغان وګړي نيول شوي دي.
همدا راز په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت زياته کړې چې د مهاجرينو د ځورولو تر څنګ د پاکستاني پوليسو په عملياتو کې «نامعلومې» وژنې هم شوې دي.
دې سفارت د څلورو تنو فريدالله د غلام جيلاني زوی، امان الله د ټکر خان زوی، ولي د شير محمد زوی او درويش د عتيق الله زوی نومونه ياد کړي او ويلي يې دي چې یاد کسان وژل شوي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت زياته کړې چې دا کسان لومړی د پاکستان د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او يو څه وخت وروسته يې مړي په روغتونونو او نورو ځايونو کې موندل شوي دي.
