ارزګان او جوزجان کې په دوو جلا ترافیکي پیښو کې څلور تنه مړه شول

اطلاعات روز: ارزګان او جوزجان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا ترافیکي پیښو کې څلور تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

ارزګان کې د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پیښه پرون (سې شنبه، ۱۱ د تلې) له ماښام وروسته ۰۸:۰۰ بجې د دې ولایت د مرکز ترینکوټ د لومړۍ حوزه اړوند قندهار اډې ته څیرنه رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه ترافیکي پیښه د یو موټر او موټرسایکل ترمنځ شوې چې له امله یې دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ژوبل کسان د طالب پولیسو لخوا د ترینکوټ ولایتي روغتون ته انتقال شوي او روغتیايی وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

دغه راز جوزجان کې هم د طالبانو پولیس وایي، چې د بلخ-جوزجان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او يو بل ټپي شوی دی.

د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیې قوماندان کفايت الله صداقت وایي، دا پېښه تېره ورځ شاوخوا ۰۷:۰۰ بجې د يادې ولسوالۍ په «ګرجک» سيمه کې رامنځته شوې.

د هغه په خبره، يو سراچه ډوله موټر، چې له جوزجان څخه د بلخ پر لور روان و، له يوه تراکتور سره ټکر کړی چې له امله یې د سراچې دوه مسافر مړه او يو بل ټپي شوى دى.

د یادو دواړو ترافیکو پیښو لامل د موټر چلوونکو بې اختیاطي ښودل شوې ده.

د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعات په هېواد کې د داسې پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه