د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالی وزير: په پاکستان کې ۱۴ ځانمرګي بريدونه د افغان وګړو له لوري شوي دي

photo: PID

اطلاعات روز: د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير سرفراز بوګټی وايي چې د روان ميلادي کال له جنورۍ مياشتې راهيسي تر اوسه په دې هيواد کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي دي چې ۱۴ يې د افغان وګړو له لوري شوي دي.

د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، د پاکستان د کورنيو چارو وزير لنډمهالي وزير نن (سې‌شنبه، ۱۱ د تلې) دا شميرې په اسلام اباد کې د يوې پوښتنې په ځواب کې اعلان کړې.

ښاغلي بوګټي ويلي دي چې د طالبانو د مشر هبت الله آخوندزاده فرمان چې طالبان يې له افغانستانه دباندې د بريدونو له کولو منع کړي و، نه دی رعايت شوی او هيله يې ښوولې ده چې دا فرمان په عملي توګه تطبيق شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو لنډمهالي وزير ويلي دي چې په دې اړه هيڅ اختلاف نشته چې «د افغانستان له لوري پر موږ بريدونه کېږي او د افغانستان اتباع په دې بريدونو کې لاس لري. په دې تړاو موږ شواهد لرو».

ده زياته کړې ده چې د بهرنيو چارو وزارت دا موضوع په افغانستان کې له طالب چارواکو سره ياده کړې ده.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د لنډمهالي کورنيو چارو وزير څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې يې د پاکستان پر خلاف په بريدونو کې د افغان وګړو لاس لرل رد کړي دي.

د غير قانوني کډوالو لپاره د وروستۍ نيټې ټاکل

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان دولت په خپل وروستي تصميم کې غير قانوني کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نيټې فرصت ورکړی دی چې دا هیواد پرېږدي.

دا پرېکړه د پاکستان د «ملي اقدام د برنامې د عالي کميټې» په نننۍ غونډه کې نيول شوی چې د دې هيواد د کورنيو چارو لنډمهالي وزير اعلان کړ.

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير په دې کانفرانس کې ويلي دي چې که کډوال د نومبر تر لومړۍ نيټې پاکستان په رضاکاره توګه پرېنږدي، نو تر دې وروسته به پوليس د دې هيواد له ټولو ايالتونو څخه هغوی وشړي.

همدا راز د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزير هم پر ايکس ټولنيزې شبکې ليکلي چې غير قانوني کډوال ۲۸ ورځې وخت لري چې دا هيواد پرېږدي.

همدا راز د پاکستان د کورنيو چارو وزیر اعلان کړی دی چې د نومبر مياشتې تر لومړۍ نيټې وروسته هيڅوک نشي کولای چې له پاسپورټ او ويزې پرته پاکستان ته ورشي او د افغان وګړو نور اسناد لکه برېښنايي پيژندپاڼې نه منل کېږي.

سرفراز بوګټي ويلي دي چې اوس مهال په دې هيواد کې ۱.۷۳ غير قانوني افغان کډوال ژوند کوي.

دا په داسې حال کې چې پاکستاني پوليسو په دې وروستيو ورځو کې د افغان کډوالو د نيونې لپاره پراخ عمليات پيل کړي او په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت په وينا، په دې عملياتو کې زر تنه نيول شوي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت اعلان کړی دی چې د پاکستاني پوليسو په عملياتو کې څلور افغان اتباع په مرموزه توګه وژل شوي دي او د هغوی جسدونه تر يو څه وخت وروسته په روغتونو او نورو ځايونو کې موندل شوي دي.

د افغان وګړو نيونې او شړنې پراخې انديښنې را پيدا کړې دي او د بښنې نړيوال سازمان ويلي چې دا کډوال چې د طالبانو له وېري او ځورونې څخه تښتېدلي دي، اوس د پاکستاني پوليسو له ځورونې سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه