اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت په جانيخېلو ولسوالۍ کې يو پخوانی نظامي چې په سترګو معيوب و د مخ پټو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د سرچينې په حواله یاد نظامي عبدالعليم نومیده او نن (سې شنبه، ۱۱ د تلې) تر غرمې وروسته د خپل کور مخې ته وژل شوی دی.
سرچينه زیاتوي، چې عبدالعليم په تېر نظام کې د نظامي دندې پر مهال ټپي شوی و او اوس يې په سترګو هم څه نه ليدل.
تراوسه د دغه ولايت لپاره د طالبانو امنيتي ارګانونو د نوموړي د وژنې په اړه څه نه دي ويلي، خو خلک دا ډول پټې وژنې د اندیښنې وړ بولي او د مخنيوي غوښتنه يې کوي.
