مک کال: طالبانو هیڅکله له القاعدې سره خپلې اړيکې نه دي پرې کړي

Photo: Michael McCaul via X

اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال ويلي، چې طالبانو هیڅکله له القاعدې سره خپلې اړيکې نه دې پرې کړي.

نوموړي دا څرګندونې د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې په استماعيه ناسته کې کړې دي. د ده بیانیه پرون (دوشنبه، ۱۰ د تلې) د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې پر ويبپاڼه خپره شوې ده.

مک کال زياته کړې، چې د بايډن د حکومت لوړپوړو چارواکو هڅه وکړه چې د طالبانو تروريستي اړيکې کم ارزښته وښيي تر څو دا ډله د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو په تړاو د نظامي اقدام هدف ونه ګرځي.

د امريکا دې قانون جوړوونکي ويلي، چې د بايډن د حکومت چارواکو بيا-بيا ادعا کړې چې طالبان د دوحې د تړون له مخې له تروريزم سره د مبارزې لپاره پر خپلو ژمنو عمل کوي.

نوموړی ویلي: «په واقعيت کې طالبان له ۲۰۱۴ کال راهيسې په داخل کې د واک د ساتنې لپاره د خپل ګډ دښمن داعش خراسان د ماتولو لپاره له خپلو متحدينو [لکه] القاعدې سره يو ځای يو ځای کار کوي.»

مک کال ويلي، چې که طالبان واقعا د تروريزم ضد ژمنو ته پابند وي، القاعده به يې نه تمويلوله او نه به يې له دې ډلې استفاده کوله او نه به يې هم خوندي کول.

ده زياته کړې: «زه سخت اندېښمن يم چې د بايډن دولت هڅه کوي دا واقعيت د امريکا له خلکو پټ کړي، تر څو له طالبانو سره د اړيکو د عادي کولو په لړ کې دا ډله د نظامي ځواک د استفادې له مجوز (آی يو ايم ايف) څخه حذف کړي.»

د دې مجوز له مخې، امريکا کولای شي د هغو افرادو او سازمانونو پر خلاف چې د سپتمبر د يوولسمې په بريدونو کې لاس لري، له نظامي ځواک څخه استفاده وکړي.

طالبانو د دوحې په هوکړه لیک کې له امريکا سره ژمنه کړې چې له القاعدې سره اړيکې پرې کوي او غړو ته يې په افغانستان کې پناه نه ورکوي.

د تېرو دوو کلونو پرمهال طالبان بيا-بيا د دوحې د هوکړه لیک په نقض تورن شوي دي. دا تورونه د ۲۰۲۲ ميلادي کال په لومړيو کې هغه مهال چې امريکا اعلان وکړ په کابل کې يې د القاعدې شبکې مشر ايمن الظواهري وژلی دی، نور هم زيات شوي دي.

له دې سره-سره، د امريکا ولسمشر جوبايډن هم په خپلو څرګندونو کې وويل، چې القاعده په افغانستان کې ځپل شوې او طالبانو په دې مورد کې له امريکا سره مرسته کړې ده.

بايډن وويل: «په ياد ولرئ چې ما د افغانستان په اړه څه ويلي و؟ ما ويلي و چې القاعده به په افغانستان کې نه وي. ما ويلي و چې دوی به هلته نه وي. ما ويلي و چې طالبان به له موږ سره مرسته کوي. اوس څه روان دي؟ څه پېښېږي؟ ورځپاڼې ولولئ، رښتيا مې ويلي و.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه