اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت په ارګون ولسوالۍ کې يو ځوان د وسله والو غلو له لوري د چاقو په ګوزارونو سره وژل شوی دی.
یو سرچینې وویل، پېښه نن (دوشنبه،۱۰ د تلې) سهار مهال هغه وخت رامنځته شوې چې ياد کس له ارګون ولسوالۍ څخه د مرکز ښرنې پر لور روان و او لاره کې له غلو سره مخ شوی دی.
د سرچينې په حواله چې وژل شوی ځوان د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی و او د هغه له وژل کیدو وروسته ترې غلو موټر هم بيولی دی.
تر اوسه د دغه ولايت لپاره د طالبانو پوليسو د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
شاوخوا مياشت وړاندې هم په دغه ولسوالۍ کې يو کس د غلو له لوري وژل شوی و چې له هغه هم خپل شخصي موټر غلو بیولی و.
د پکتيکا ولايت اوسېدونکي د طالبانو له امنيتي ادارو غوښتنه کوي چې د دا ډول پېښو مخه دې ونيسي او ښکېل کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري.
