اطلاعات روز: د ۲۰۲۳ کال د فيزيولوژۍ او يا هم د طب په برخه کې د نوبل جايزه کاتالين کاريکو او درو وايسمن ته ورکړل شوه. دې دوو پوهانو «ايم آر اين آی» ټکنالوژي ته پراختيا ورکړې وه چې پر اساس يې د کرونا واکسين جوړ او له همدې کبله د دې معتبرې جايزې ګټونکي اعلان شول.
نوبل اکاډمي نن (دوشنبه، ۱۰ د تلې) دا ښځه او خاوند د دې جايزې ګټونکي اعلان کړل.
د نوبل جايزې کميټې وويل: «د دې جايزې ګټونکو په موډرن وخت کې د انسان روغتيا د ستر ګواښ پرمهال په بې مخينې چټکتيا سره د واکسين په جوړولو کې مرسته وکړه.»
د کرونا وبا پرمهال، «مډرونا» او «فايزر» واکسينونه له همدې ټکنالوژۍ څخه په استفادې جوړ شول.
امريکايي – مجارستاني پوهاند کاتالين کاريکو ۶۸ کلن دی او درو وايسمين هم امريکايي ډاکټره ده چې عمر يې ۶۴ کاله دی. دا دواړه د نويمې لسيزې پرمهال چې په پنسلوانيا پوهنتون کې يې کار کاوه، بلد شول.
نوبل يوه نړيواله معتبره جايزه ده چې هر کال د اکتوبر مياشتې پرمهال د فزيک، کېميا، فيزيولوژۍ او طب، ادبياتو او سولې په برخه کې هغه خلکو ته ورکول کېږي چې خلکو ته يې زيات خدمت کړی وي.
د سويډن په کارولینسکای موسېسه کې چې د اروپا د طبي علومو تر ټولو معتبر پوهنتون ګڼل کېږي، د نوبل ټولنه هرکال د طب د وروستۍ جايزې د انتخاب/انتخابوونکو د قضاوت حق لري. تېر کال د نوبل جايزه د سويډن ۶۷ کلن سوانته پابو ته ورکړل شوې وه.
د ۲۰۲۳ کال د نوبل د شپږو جايزو د ګټونکو اعلان له نن ورځې پېل شو او د اونۍ تر پايه به دوام ولري. د طب او فيزيولوژۍ له برخې پرته چې ګټونکي يې نن اعلان شول، دا جايزې به د فزيک، کېميا، ادبياتو، اقتصاد او سولې په برخه کې هم ګټونکو ته ورکړل شي.
سږکال د نوبل جايزې ګټونکي د طلا له مډال او افتخاري ډيپلوم سره-سره، ۱۱ ميليون کرون (۹۸۶ زره ډالرو معادل) هم ترلاسه کوي. له ګټونکو غوښتل کېږي چې د ډسمبر مياشتې پر ۱۰مه د الفرډ نوبل د مړينې په ورځ په رسمي مراسمو کې خپلې جايزې ترلاسه کړي.
د نوموړي له غوښتنې سره سم، د سولې جايزه د ناروې په اوسلو کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د نورو جايزو د ورکړې مراسم د سويډن په سټاکهولم کې ترسره کېږي.
