اطلاعات روز: نن (شنبه، ۸ د تلې) هيوادوال د کابل په لوېديځ کې پر کاج زدکړييز مرکز د مرګوني بريد د لومړۍ کليزې په مناسبت د قربانيانو د ياد درناوی کوي.
د تېر کال د تلې د مياشتې پر اتمه نېټه سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې ځانمرګو بريدګرو د کابل په «دشت برچی» سيمه کې د کاج پر زدکړييز مرکز بريد وکړ. په دې بريد کې شاوخوا ۶۰ زده کوونکي ووژل شول او تر ۱۲۰ زيات نور زده کوونکي ژوبل شول.
اکثريت قربانيان او ژوبل کسان ښځينه زده کوونکې وې چې د «ازمايښتي کانکور» ازموينې د ورکولو په موخه سهار وختي دې مرکز ته راغلې وې.
نن د دې بريد د لومړۍ کليزې په مناسبت هيوادوالو پر ټولنيزو رسنيو څرګندونې او پوسټونه خپاره کړي او د دې پېښي قربانيان يادوي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د وګړو له لوري په بېلابېلو هيوادونو لکه جرمني، ايټاليا او اسټراليا کې په دې تړاو غونډې جوړي شي.
د دې قربانيانو د کورنيو يو شمېر غړو هم نن پر ټولنيزو رسنيو د هغه درد او ځور په اړه ليکل کړي چې په دې وخت کې د خپلو خپلوانو د له لاسه ورکولو له وجې يې زغملي دي.
محمد حسين باهنر چې په دې بريد کې يې خور شکيلا سروري وژل شوې ده، پر خپله فيسبوکپانه ليکلي دي چې «په دې يو کال کې زموږ ژوند سرچپه شو، زموږ ۱۶ کلنې خوارۍ صفر شوې، پلانونه مو ختم شول او يوه خور او مور مې په سخت رواني تکليف اخته شوې».
د شريفې جويندې په دې بريد کې خور نرګس محمدي قرباني شوې ده، دې نن سهار وليکل: «يو کال وړاندې همدا ورځ او همدا ساعتونه په محمد علي جناح روغتون کې زما د ژوند تر ټولو سخته شېبه او بدترين انځور؛ زما وړه خور چې نور يې ساه نه اخيسته، راته کتل يې هم نه، خندل يې هم نه، ما [په داسې حال کې] په غيږ کې نيولې وه چې سر او تن يې له وينو، دود او باروتو ډک و.»
علي مصطفی بختياري په دې بريد کې خپله خور شبنم بختياري بايللې، نوموړي ليکلي چې «که هر څومره ليکل وکړم له دې کړاوه به هيڅکله هم ارام نشم».
«ژوبل کاجيان به راپورته کېږي»
د کاج د زدکړييز مرکز مسوول مختار مدبر چې خور يې ام البنين اصغري په دې بريد کي وژل شوې، د دې پېښي په لومړۍ کليزه يې ليکلي چې په دې اړه ورته خبرې کول ډېر سخت دي.
ده زياته کړې: «د کاج د خونړۍ پېښي په اړه غږېدل د هغه بڼ د ويجاړۍ تر کيسې سخته ده چې د رنګارنګ ګلونو هيلې پکې ټوکيدلې وې خو له بده مرغه د سختدريځۍ او افراطيت توپان د غوړېدو په حال کې نابود کړل.»
ښاغلي مدبر ويلي دي چې تر دې بريد وروسته «ټولو فکر کاوه چې د ترور او تاوتريخوالي تبر کاج د تل لپاره نابود کړ خو د عزتمنو وګړو، د شهيدانو د کورنيو په همت، د پرسونل او په کاج کې زموږ د همکارانو په ټینګه اراده او زموږ د زده کوونکو په ټينګار او لېوالتيا ژوبل کاج ټيټ نشو او يو ځل بيا راپورته شوی دی».
ده پر ايکس پلټفارم يوه ويډيو هم خپره کړې ده چې ښيي تر دې پېښي يو څو ورځې وروسته يو شمېر ځوانان د کاج زدکړييز مرکز په بيا رغونه اخته دي.
پر کاج بريد او «د هزارهګانو د نسل وژنې د درېدو» کمپاين
پر کاج زدکړييز مرکز بريد او په دې بريد کې د لسګونو زده کوونکو وژل کېدلو په نړيواله کچه غبرګونونه او اعتراضونه راوپارول.
تر دې بريد وروسته يو شمېر افغان وګړو پر ټولنيزو رسنيو کمپاين شروع کړ چې «د هزارهګانو نسل وژنه ودروئ»، تر دې چې پر پخواني ټويټر څو ميليونه ټويټونه وشول.
له دې سره-سره، يو شمېر هيوادوالو د نړۍ په سلو ښارونو کې لاريونونه وکړل او له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هيوادونو يې وغوښتل چې د «هزاره ګانو نسل وژنه» په رسميت وپېژني او پای ته دې يې ورسوي.
سږ کال هم د دې بريد پر لومړۍ کليزه، هيوادوال د ارزګان ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ د «جوینو» هزاره مېشتې سيمې د اوسېدونکو ځنځيرهيي قتلونو ته په اشارې سره وايي چې اوس هم د هزارهګانو «نسل وژنه» روانه ده او بايد په رسميت وپېژندل شي.
پر کاج زدکړييز مرکز بريد د افغانستان د هزاره ګانو پر زدکړييزو مرکزونو لومړی بريد نه و.
تر دې وړاندې د سيد الشداء پر ښوونځي، پر موعود زدکړييز مرکز او کوثر دانش زدکړييز مرکز هم تروريستي بريدونه شوي و.
