اطلاعات روز: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین تازه کمپاین پیلېدو سره سم د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ځايي خلک د پولیو وایروس د تازه پېښې له ثبتېدو خبر ورکوي.
ځايي اوسېدونکی سرفراز وايي، د پولیو وایروس تازه پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۵ د تلې) د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ثبت شوې، چې پر دې ناروغۍ اخته ماشوم ۱۲ کاله عمر لري.
سرفراز پر دې ناروغۍ د اخته کس په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
ننګرهار کې د پولیو وایروس تازه مثبته پېښه داسې مهال ثبتېږي، چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شوی دی.
دا په روان کال کې په ننګرهار کې د پولیو وایروس شپږمه مثبته پېښه ده، تر دې وړاندې په کوټ، بټي کوټ، نازیانو، بهسودو او دوربابا ولسوالیو کې د پولیو وایروس پېښې ثبت شوې وې.
ختیځ کې د یونېسف ادارې د استازو د معلوماتو له مخې دغلته لاهم پولیو وایروس ژوندی او ۲۷ محیطي پېښې ثبت شوي دي.
