د نړۍ یوولسو هېوادونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د نړۍ يوولسو هيوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي چې ټول هغه سياستونه او اقدامات دې سمدستي لغوه کړي چې بشري حقونو او اساسي ازاديو ته د ښځو د لاسرسي مخه نيسي.

دا اعلاميه تېره ورځ (سې‌شنبه، ۴ د تلې) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تر غونډې وړاندې د افغانستان په اړه د امريکا، جاپان، فرانسې، برېتانيا، البانيا، متحده عربي اماراتو، برازيل، سويس، ايکواډور، مالت او ګابن له لوري خپره شوې ده.

په دې اعلاميه کې په مشخصه توګه له طالبانو غوښتل شوي چې په عمومي، سياسي او ټولنيز ژوند کې دې د ښځو د زده کړې، کار، ازادۍ، تګ-راتګ، بيان او پوره، برابر، معنادار او امن ګډون پر حق بنديزونه لغو کړي.

دې لاسليکوونکو له نړيوالو دولتونو او سازمانونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د منشور له موخو سره سم دې پر طالبانو له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي، تر څو پر ښځو لګېدلي بنديزونه سمدستي لغوه کړي.

دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعيت «وخيم» بللی او ويلي يې دي چې په دې اړه خپله ژوره اندېښنه ښيي.

کومو هيوادونو چې دا اعلاميه لاسليک کړې، ويلي يې دې چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره تبعيض، د هغوی بيلتون او شړل په کلکه غندي او ښايي دا بنديزونه «جنسي ځور او اذيت» وبلل شي.

دوی له طالبانو غوښتي چې له نړيوالو قوانينو سره سم دې د افغانستان تعهداتو ته ژمن پاتې شي او همدا راز يې غوښتنه کړې چې د ښځو د حقونو ناقضوونکي دې ځواب ويلو ته حاضر کړل شي.

تېره شپه هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د بېلابېلو هيوادونو استازو پر ښځو د طالبانو بنديزونه وغندل او د هغو د لغوه کېدو غوښتنه يې وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا په دې غونډه کې وويل، چې د طالبانو له لوري د ښځو پر حقونو وضع شوي بنديزونه د نړيوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه