اطلاعات روز: د طالبانو له لوري ايران ته د تيلو د سلګونو ټانکرونو تر لېږلو وروسته په هرات کې د ايران سرقونسل محمد صديقيفر ويلي، ټاکل شوې چې له ايرانه افغانستان ته د تيلو د صادراتو لپاره پر يوه ګډ ميکانيزم کار وشي.
د فارس خبري اژانس په وينا، په هرات کې د ايران سرقونسل پرون (دوشنبه، ۳ د تلې) د خپل هيواد تايباد ښار ته د سفر پر مهال خبريالانو ته ويلي، چې «د هرات له والي سره په يوه ډیپلوماټيکه ليدنه کې پرېکړه وشوه چې له ايرانه افغانستان ته د سونتوکو د صادراتو په تړاو يو معيار او ګډ ميکانيزم جوړ کړل شي.»
ده زياته کړې چې «له ايران څخه افغانستان ته نفتي صادرات يوه اساسي ستونزه ده او په ځينو مواردو کې بار شوي سونتوکي له ستونزې سره مخ کېږي او بيرته هيواد ته ستنېږي.»
په هرات کې د ايران د سرقونسل په وينا، ځينې ايراني سوداګر «هايدروکربنی مواد» د «ډيزلو» يا «پيټرولو» په نوم افغانستان ته صادروي چې «د ايران په دوغارون ګمرک او د افغانستان په اسلام قلعه ګمرک کې د ارزيابۍ د معيارونو د اختلاف له وجې د لاريو او موټر چلوونکو لپاره ستونزې را ولاړوي.»
ښاغلي صديقيفر ويلي، چې د ايران تګلاره داده چې «د دواړو هيوادونو ترمنځ مشترګه ګمرکي دروازه جوړه شي يا هم د افغانستان د سټينډرډ اداره په پوله کې مېشته شي او بار شوي مواد د ايران له خاورې تر وتلو وړاندې وارزوي.»
د ده په وینا، چې دوی له تېرو پنځو کلونو راهيسې د دواړو هيوادونو ترمنځ د نفتي صادراتو په تړاو د ګډ ميکانيزم د رامنځته کولو هڅه کوي، خو افغانستان تراوسه د ايران حل لارې نه دې منلي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سټنډر ملي ادارې د روان لمريز کال پر مهال په ځلونو خبر ورکړی چې له ايرانه د بې کيفيته نفتي موادو ټانکرونه يې بيرته ګرځولي دي.
په وروستي ځل دې ادارې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بې کيفيته تيلو ۷۵ ټانکرونه يې بيرته ايران ته ګرځولي دي.
