د اطلاعات روز ورځپاڼې موندل شوې شميرې ښيي چې د روان لمريز کال د وږي مياشت پرمهال د هيواد په ۱۴ ولايتونو کې ۳۴ ترافيکي پېښو لږ تر لږه د ۵۹ کسانو ژوند اخیستی او ۹۷ نور يې ژوبل کړي دي.
دا شميرې ښيي چې په ترافيکي پېښو کې له مړو شويو څخه ۱۰ تنه یې ښځې او څلور نور یې ماشومان دي.
د دې شميرو له مخې، په هيواد کې د ترافيکي پېښو له ژوبلو شويو کسانو څخه هم نهه تنه يې ښځې او درې نور يې ماشومان دي.
له دې سره-سره، د همدې مياشتې پرمهال د هیواد د باندې د عراق د سامرا او کاظمين لارې په اوږدو کې څلور افغان زيارت کوونکي یوې ترافیکي پیښه کې مړه او څلور نور ژوبل شول.
اطلاعات روز ورځپاڼې دا شميرې د وږي مياشتې پرمهال د طالبانو د محلي مسوولينو له لوري د خپرو شويو اعلاميو او ځايي سرچينو پر اساس راټولې کړې دي.
دا شميرې ښيي چې تر پټو وژنو (۶۱ تنه پکې وژل شوي) وروسته چې تر ډېره حده يې عاملين ناپيژانده وسلهوال کسان بلل کېږي، ترافيکي پېښو د تېرې وږي مياشتې پرمهال د زيات شمیر هيوادوالو ژوند اخیستی دی.
د ولايت پر اساس د ترافيکي پېښو شمېر
د روان لمريز کال د وږي مياشتې پر مهال بدخشان ولايت د پنځو پېښو له کبله د هيواد په کچه هغه ولايت دی چې زياتې ترافيکي پېښې پکې رامنځته شوې دي.
د وږي (سنبلې) مياشتې پر مهال په دې ولايت کې ترافيکي پېښو ۱۰ تنه مړه کړي او ۱۲ نور يې ژوبل کړي دي.
تر بدخشان ولايت وروسته، لغمان او فارياب ولايتونه په په پرلپسې توګه د هيواد په کچه د زياتو ترافيکي پېښو شاهد دي.
په هرات او کاپيسا ولايتونو کې درې، په بغلان، باميان، ننګرهار، دايکندي، پنجشير او هلمند کې دوې-دوې پېښې او په سمنګان، خوست او بادغيس کې يوه-یوه ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

د ولایت پر اساس د ترافیکي پیښو شمر
د ترافيکي پېښو لاملونه
طالب چارواکو او ځایي سرچینو د وږي مياشتې پرمهال د ۱۸ ترافيکي پېښو لامل د لارو خرابي، د موټر چلوونکو بې احتياطي او تر حد زيات سرعت ګڼلی دی.
په دايکندي، باميان او بدخشان کې درې نورې ترافيکي پېښې د نقليه وسايلو د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوې دي. د پاتې نورو پېښو علت ځايي طالب مسوولينو او هغو سرچينو چې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره يې معلومات شريک کړي دي، نه دی مشخص کړی.
د ترافيکي پېښو ډول
د وږي مياشتې پر مهال چې کومې ترافيکي پېښې شوي له سړکه د نقليه وسيلې اوښتل او چپه کېدل، له يوه تېز تلونکي موټر سره د بل تيز تلونکي موټر ټکر، له تيز تلونکو موټرونو سره د بار وړونکو موټرو ټکر، له موټرسايکل سره د بار وړونکو او تېز تلونکو موټرو ټکر او لاندې کول او پر لارو له پياده تلونکو سره د همدې نقليه وسيلو ټکر پکې شامل دي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې د همدې موندل شويو شميرو له مخې د وږي مياشتې پر مهال ۱۷ ترافيکي پېښې له لارې د تېز تلونکو او بار وړونکو موټرونو او موټرسايکل د اوښتو او چپه کېدو دي.
دا شميرې ښيي چې د وږي مياشتې پر مهال ۱۲ ترافيکي پېښې د نقليه وسايلو د ټکر له امله رامنځته شوي او پنځه نورې پېښې هم تر دې وسايلو لاندې د خلکو لاندې کېدل او يا هم پر لارو ورسره د ټکر کېدلو دي.

شونې ده چې د اطلاعات روز ورځپاڼې موندل شوې شميرې هغه ټولو پیښو ته لاسرسی نه وي موندلی چې د وږي مياشتې پر مهال پېښې شوې دي او ښايي د دې مياشتې پرمهال د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې زياتې ترافيکې پېښې شوې وې چې راپور يې نه وي ورکړل شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې ترافيکي پېښې په کلنۍ توګه په افغانستان کې له سلګونو کسانو ژوند اخلي او په سلګونو نور کسان ژوبل او معلولوي.
د لارو خرابي، پر لارو د ترافيکي نښو نشتون، د موټر چلوونکو بې احتياطي او زيات سرعت تل په هيواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه ګڼل شوي دي.
