اطلاعات روز: نن په ټول هيواد کې کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين کمپاين پېل شو، چې سلګونه زره ماشومان به واکسين شي، خو پکتيکا د هيواد له هغو ولايتونو ګڼل کيږي چې لاهم په کې د ياد واکسين په اړه خلک عامه پوهاوی نه لري او د ډیری لېرې پرتو سيمو او ولسواليو اوسېدونکي خپل ماشوم نه واکسينوي، چې دې چارې په ښه ډول د کمپاين چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
په دغه ولايت کې ځايي سرچينې وايي، د عامه پوهاوي کموالی او پراخه مساحت د دې لامل شوي چې ګڼ ماشومان له پوليو واکسين محروم پاتې شي.
د دوی په خبره چې ځينې داسې ولسوالۍ او سيمې هم شته چې د جوماتونو د ملا امامانو له لوري خلک ماشومانو ته د واکسين له ورکولو منع کيږي او دا يو ناروا کار بولي.
د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی نظير وويل، چې د پکتيکا په اومنه، برمل، تروه، وړممۍ او ځينو نورو ولسواليو کې د ډيری سيمو خلک له دې امله ماشومان نه واکسينوي چې د عمر په تېرېدو شوخ او يا هم بې لارې کيږي.
په همدې حال کې بيا د پوليو برخې روغتيايي کارکوونکي وايي، هڅه يې کړې چې په دغه ولایت کې خلکو ته عامه پوهاوی ورسوي، خو لاهم په ټوله مانا نه دي بريالي شوي.
ومو غوښتل چې په دې اړه د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د روغتيا رياست د مسوولينو نظر هم له ځان سره ولرو خو بريالي نه شو.
پکتيکا هغه ولايت دی چې په تېرو څو کلونو کې له څلورو ډېرې د پوليو يا ګوزڼ پېښې په کې ثبت شوې دي.
روغتيايي مسوولين اندېښنه لري که ماشومان په پاتې سيمو کې واکسين نه شي د نورو پېښو د رامنځته کیدو امکان هم شته دی.
