ننګرهار کې د مرمر ډبرو کاروبار ټکنی او سلګونه کاریګر بې روزګاره شوي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ ننګرهار کې هم صنعتکاران او کاروباریان شکایت کوي، چې د طالبانو په نظام کې یې کاروبار سخت ټکنی او له پراخ مالي زیان سره مخ دي.

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د مرمر ډبرو او چپسو فابریکه لرونکي وايي، له کله نه چې د طالبانو نظام واکمن شوی ساختماني او رغنیز کارونه درېدلي، چې له امله یې د دوی کاروبار هم زیانمن شوی دی.

د مرمر ډبرو د یوې کارخونې مسوول محمد ولي ګردیوال وویل: «پروژې مکملې بندې دي، هغوی سوداګانې اوس نه کوي، پخوا به هغوی سوداګانې کولې، نورې داسې پروژې به وې چې هغوی به مالونه وړل، شیان به یې وړل، اوس عام شخصي خلک دي، چې ځانته ډوډۍ نه شي پیدا کولی.»

د مرمر ډبرو او چپسو د کارخونو مسوولین دغه راز د برېښنا په برخه کې هم له ګڼو ستونزو شکایت کوي.

دوی وایي، د برېښنا نشتوالي یې کارونه ټکني کړي او نه شي کولی، چې د ورځې په اوږدو کې دوامداره کار وکړي.

د یوې کارخونې مسوول ضیاءالحق د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د صنعتکارانو د ستونزو حل لپاره دې رښتیني ګامونه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه: «برق ورځ کې او د شپې مونږ ته تقریباً پنځه شپږ ساعته ایله پرېښودل کېږي او دا داسې فابریکې دي، چې دلته دایمي برق نه وي کار نه کېږي او بل مشکل دادی، چې د پخوا په نسبت زمونږ ګاکان کم دي هغسې نشته.»

په دغو کارخونو کې بوخت کاریګر هم شکایت کوي، چې د پخواني نظام پرځېدو او د طالبانو واک د دوی پر کارونو مستقیم اغېز کړی، چې له دې امله ګڼ په کار بوخت کسان بې روزګاره او په کور شوي دي.

کاریګر وايي، د پخواني نظام له پرځېدو وروسته په هره کارخونه کې تر نیمايي زیات کاریګر کم شوي او د کارونو د نشتوالي له امله د کارخونو د مسوولینو له لوري له دندو لېرې شوي.

کاریګر نورزاده او غوث الدین وویل: «په دې ماشین باندې مونږ څلور کسانو کار کاوه او اوس دوه کسان کار کوو، هغه هم بس ګوزاره ده، نېک همدا وایي، چې کار کم کوئ، مالونه نه وځي بس قلارې پراته یو، خرچه کېږي او مالونه نه وځي.»

هڅه مو وکړه، چې په ننګرهار کې د مرمر ډبرو او چپسو د صنعت او په دې برخه کې د شته ستونزو په تړاو ننګرهار کې د سوداګرۍ او صنایعو او د برېښنا ریاستونو لپاره د طالب مسوولینو نظر هم ولرو؛ خو له دوامدارو هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر له ځانه سره ولرو.

اقتصادي شنوونکي وايي، که د طالبانو نظام په هېواد کې د صنعت پر وړاندې شته ستونزې حل او لازمې آسانتیاوې را منځته نه کړي؛ احتمال شته، چې په هېواد کې شته صنعت له سقوط سره مخ شي او سلکونه زره په کار بوخت کسان به بې روزګاره او هر صنعتکار به په مېلیونونه افغانۍ مالي زیان وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه