د طالبانو وياند: تر خپلې وسې د پاکستان په امنيتي چارو کې مرسته کولای شو

Photo: BNA

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله تازه مرکه کې ويلي، چې دا ډله تر خپلې وسې کولای شي د پاکستان په امنيتي چارو کې مرسته وکړي.

کوم غږيز کليپ چې نن (يکشنبه، ۲ د تلې) د طالبانو تر مديريت لاندي ملي ټلويزیون خپور کړی، مجاهد پکې ويلي چې طالبان د پاکستان په ګډون د نورو هيوادونو پر خلاف چاته د افغانستان د خاورې د کارېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړی وايي، چې طالبان به د پاکستان په امنيتي چارو کې له خپل توان سره سم اقدامات وکړي، خو دا ډله نه شي کولای چې د پاکستان په خاوره کې دننه له دې هيواد سره مرسته وکړي او دا د پاکستان خپل مسووليت ګڼي.

د طالبانو وياند زیاته کړې: «د پاکستان په داخل کې په امنيتي چارو کې هغه څه کولای شو چې زموږ په وس پوره وي. څه چې مو په وس نه وي، نو پاکستانيان هم پوهېږي چې موږ تر پولې هاخوا له دوی سره مرسته نه شو کولای، بلکې د دوی خپل مسووليت دی.»

د ده په خبرو، چې د طالبانو دريځ دادی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارېږي او دا د «ملي ګټو او مصالحو» مسئله ده.

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو په ګډون تروريستي ډلې د افغانستان له خاورې د دې هيواد پر ضد استفاده کوي.

په تازه توګه د پاکستان لومړي وزير انورالحق کاکړ پر پاکستان د داعش او طالبانو د بريدونو د مخنيوي لپاره د افغانستان له طالبانو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

کاکړ د ملګرو ملتونو په اته اويايمه عمومي غونډه کې ويلي، چې د پاکستان پر ضد د ټي ټي پي او نورو تروريستي ډلو تر پولې هاخوا ټول بريدونه چې د افغانستان له خاورې کېږي غندي.

ده زياته کړې چې د پاکستان لومړيتوب د افغانستان په خاوره کې دننه د تروريزم مخه نيول او ورسره مبارزه کول دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه