د ماليزيا لومړی وزير: د افغانستان د ښځو او نجونو د زده کړو له حق څخه انکار د اسلامي لارښوونو نقض دی

اطلاعات روز: د ماليزيا لومړي او د ماليې وزير انور ابراهيم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ويلي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو له حق څخه انکار د اسلامي لارښوونو نقض دی.

د ماليزيا لومړي وزير چې پرون (جمعه، ۳۱ د وږي) يې د ملګرو ملتونو په اته اويايمه عمومي غونډه کې خبرې کړي، له طالبانو يې غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف تبعيضي سياستونه دې لغو کړي.

ښاغلي ابراهيم په خپلو خبرو کې په افغانستان کې بشري کړکېچ ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې ماليزيا «په افغانستان کې د بشري وضعيت د خرابیدو په اړه ژوره اندېښمنه ده.»

نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې بشري کړکېچ په ځانګړې توګه د وروستيو درې کلنو پرلپسې وچکاليو او ملخانو د هجوم له کبله چې د غنمو په راټولولو کې د بزګرانو پر وړاندې خنډ دي، زور اخیستی دی.

د ماليزيا لومړي وزير ويلي، چې هيواد يې له افغانستان سره د ولس او ولس تر منځ اړيکو ته ژمن دی او دې اړيکې ته به د بشرپالو مرستو له لارې ادامه ورکوي.

طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تللو منع کړې دي او د دوی پر وړاندې يې د پوهنتونو دروازې هم تړلې دي.

تر دې وړاندې د اسلامي همکاريو د سازمان يوه پلاوي کابل ته د سفر پر مهال طالبانو ته ويلي و، چې د اسلامي علماوو د اجماع له مخې تحصيل او زده کړه پر نر او ښځې فرض ده.

د طالبانو رهبران له پرلپسې ژمنو سره-سره نه يوازې تر دوو کلونو په زيات وخت کې د نجونو ښوونځي نه دې پرانيستي، بلکې زده کړو او کار ته د ښځو د لاسرسي او په ټولنه کې د هغوی د مشارکت په تړاو يې نور بنديزونه هم لګولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه