اطلاعات روز: د عدالت او انتقالي سولې نړيوال سازمان (آی ټي جي پي) وايي، چې د طالبانو تر راتګ وروسته د پخواني حکومت ۲۹ څارنوالان شکنجه یا وژل شوي شوي دي.
دې سازمان د امريکا د څارنوالانو ټولنې په وينا ويلي، چې طالبان او نور جنايت کاران چې د دې ډلې له لوري ازاد کړل شوي دي، د افغانستان څارنوالان يې شکنجه او یا هم وژلي دي.
د عدالت او انتقالي سولې سازمان زياته کړې، چې طالبان د افغانستان د دولت تر سقوط وړاندې هم د سلګونو څارنوالانو او د قضايي سيسټم د غړو په هدفي وژنه او ترور تورن وو.
دې سازمان غوښتنه کړې چې د افغان څارنوالانو د وژنې او شکنجې په اړه دې د مستندکولو جامع پروسه پېل شي چې د امريکا د څارنوالانو ټولنې له لوري تاييد شوې وي.
د عدالت او انتقالي سولې نړيوال سازمان چې د افغان څارنوالانو د ژغورنې لپاره د «څارنوالان د څارنوالانو لپاره» (پي اف پي) کمپاين مخته وړي، ويلي چې د متحده ايالاتو له کانګرس څخه يې غوښتنه کړې چې څارنوالان دې هم د کډوالۍ د ځانګړې ويزې «ايس آی وي» وړ وګڼي.
د «څارنوالان د څارنوالانو لپاره» کمپاين په متحده ايالاتو کې پر ټولو څارنوالانو غږ کړی چې د خپلو ارمانونو د ملاتړ او د افغان څارنوالانو د مرستې په موخه دې ګډون وکړي.
د امريکا د څارنوالانو ټولنې ويلي، چې د قاضيانو، څارنوالانو، مدافع وکيلانو، بشري حقونو د مدافعينو او ورځپاڼه ليکونکو په ګډون تر ۳۰۰ زياتو افغانانو ترې د مرستې غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه او ويې ويل، چې نظاميان او د پخواني حکومت کارمندان په دې بښنه سره مصئون دي.
خو پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې په بېلابېلو ولايتونو کې د پخوانيو نظاميانو د مرموزو وژنو لړۍ روانه ده.
په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د نظاميانو او چارواکو د وژنې ۲۱۸ موارد يې مستند کړي دي.
