اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه د رسنیو د سرغړونو د ارزونې کمیسیون په نوبتي غونډه کې ویلي، چې د سیاسي ګوندونو پورې د تړلو رسنیو فعالیتونه ارزوي.
نوموړي پرون (سې شنبه، ۲۸ د وږي) د رسنيو د سرغړونو د ارزونې د کميسيون له غړو سره د خبريالانو له حضور پرته غونډه کړې او ویلي یې دي چې د رسنيو د خپلسرو فعاليتونه مخه به نيسي.
د طلوع نیوز د راپور له مخې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست زیاته کړې، کومې رسنۍ چې پخوا د شخصي او تنظيمي اغراضو لپاره استعماليدلې، چارې به يې ارزول کېږي چې د ملت په ګټه دي او که په ضرر یې فعالیت کوي.
خیرخواه زیاته کړې، چې رسنۍ بايد «له اسلامي او ملي ګټو او ارزښتونو» سره سم فعاليت وکړي.
د طالبانو بیا ځلي واکمنیدو وروسته د سیاسي ګوندونو ډیری مشران او د تېر دولت چارواکي چې په افغانستان کې یې رسنۍ درلودې له هیواد څخه وتلي، خو په یادو کسانو پورې تړلو ځینو رسنیو لاهم خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې په هیڅ ډول د سیاسي ګوندونو فعالیت ته جواز نه ورکوي.
د طالبان د عدلیې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي رسنیو ته ویلي و، چې سیاسي ګوندونه نه شرعي بڼه لري، نه د ملت ګټې پکې خوندي دي او نه یې هم ملت غواړي.
