اطلاعات روز: د «افغانستان د شيعه علماوو شورا» د طالبانو د مشر هبت الله آخوندزاده له لوري د اوو ولايتونو لپاره د علماوو شوراګانو اعلان شوی ترکيب «غيرعادلانه» او «له انصافه لېرې» بللی دی.
د افغانستان د شيعه علماوو یوه جګپوړي غړي سيد حسين عالمي بلخي نن (چهارشنبه، ۲۹ د وږي) پر خپله فېسبوک پاڼه د طالبانو د مشر له لوري د علماوو د اعلان شوې شورا په اړه د بيا کتنې غوښتنه کړې.
ښاغلي عالمي زياته کړې، چې «دا ډول اقدامات واټنونه زياتوي او بايد بيا کتنه ورته وشي.»
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده دوې ورځې وړاندې د بېلابېلو فرمانونو له لارې د لغمان، سرپل، غور، دايکندي، ميدان وردګ، باميان او نورستان ولايتونو لپاره د علماوو شوراوې جوړي کړې.
د طالبانو د مشر فرمانونه چې د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پر ايکس خواله رسنۍ خپور شوي، ښيي چې هيڅ شيعه ديني عالم د دې شوراوو غړی نه دی ټاکل شوی.
د دې فرمانونو له مخې، د طالبانو مشر حتا د شيعه مېشتو ولايتونو دايکندي او باميانو لپاره هم سني عالمان د مسوولينو او د علماوو شورا د غړو په توګه ټاکلي دي.
همدا راز د ميدان وردګ، غور او سرپل ولايتونو د علماوو شورا په ترکيب کې هم هيڅ اهل تشيع عالم نه ليدل کېږي.
د تېرو دوو کلونو پر مهال طالبان بيا-بيا «په مذهبي تبعيضي» چلند تورن شوي دي.
دې ډلې د افغانستان په پوهنتونونو کې د جعفري فقهې تدريس منع کړی او د اهل تشيع د احوال شخصيه قانون يې هم لغوه کړی دی.
