اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په زاخېلو سیمه کې ځايي خلکو د یو کس جسد موندلی دی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه جسد تېره ورځ (سې شنبه، ۲۸ د وږي) مازیګر مهال د کونړ له سینده د جاله وانانو له لوري ویستل شوی.
زابلی زیاتوي، چې د یاد کس هویت نه دی څرګند او د کورنۍ د پیدا کولو په موخه یې جسد د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوی.
نوموړي د یاد کس د مړینې د لامل په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
روان کال په ختیځو ولایتونو کې د سیند په اوبو کې د ګڼو کسانو جسدونه موندل کېږي، چې یو شمېر یې په سیند کې د لامبو او ګڼ نور یې د نامعلومو لاملونو له امله سیند ته اچول شوي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.
