اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال مولوي محمدقاسم ریاض وايي، چې پيښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۷ د وږي) د ګرمسير ولسوالۍ اړوند «امیراغا» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، دغو څلور واړو ماشومانو د هاوان يوه زړه مرمۍ پيداکړې او لوبې یې پرې کولې، چې په دې ترڅ مرمۍ چاودلې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
ریاض وايي، چې ټپیان ماشومان د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي او درملنه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب نړیواله کمېټې څه موده وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې له تېرو جګړو د پاتې ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو چاودنې زیاته مرګ ژوبله ماشومانو ته اړوي.
