اطلاعات روز: د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وایي، چې د کابل جلال اباد لویه لار د غره ښویېدنې د دوام له امله لاهم تړلې پاتې ده.
د دغه وزارت لپاره د طالبانو ویاند اشرف حق شناس نن (دوشنبه، ۲۷ د وږي) په یوې ویډیویي کلیپ کې د یادې لارې د تړل کیدو له امله له هېوادوالو غوښتي چې د «لته بند» او یا هم د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ له لارې تګ راتګ وکړي.
د کابل – جلال اباد لویه لار د کابل دروازې په درې کیلومټرۍ کې د تېرو دوو ورځو راهیسې د خاورو او لویو ډبرو د لوېدو له امله بنده ده.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د یاد وزارت له لوري دغلته د فرعي سړک د جوړولو کار جریان لري او د بشپړیدو په حال دی. همدارنګه دی وایي، چې د ټولګټو چارو وزارت یو تخنیکي ټیم د «لته بند» مسیر ته استولی ترڅو مسافر له کوم خنډ پرته تګ-راتګ وکړي.
کابل – جلال اباد لویه لار د هېواد یو له مهمو ټرانزیټي او سختو لارو ده، چې وخت ناوخت د بارانونو، ورښتونو، سیلابونو، غره ښویېدنې او نورو ګڼو لاملونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل کېږي.
