د خوړو نړيوال پروګرام: که بودیجه تر لاسه نه کړو، اړ يو له افغانستانه ووځو

Photo: Ross D. Franklin/AP, FILE

اطلاعات روز: د خوړو د نړيوال پروګرام اجرايوي مديرې سينډي مک کين ويلي، دا پروګرام په افغانستان کې د اکتوبر مياشتې لپاره کافي بودیجه نه لري او که بودیجه تامین نه کړي، نو اړ دي چې افغانستان پرېږدي.

نوموړې د امريکا له ای بي سي خبري شبکې سره په خبرو کې ويلي، چې د خوړو نړيوال پروګرام په خپل ۶۰ کلن تاريخ کې د بودیجې تر ټولو بد مالي کمښت لاس او ګریوان دی.

اغلې مک کين زياته کړې: «موږ له ناهيلي کوونکي وضعيت سره مخ يو.»

د خوړو د نړيوال پروګرام اجرايوي مديرې ویلي، دا پروګرام د افغانستان، بنګله دېش، کانګو ډيموکراټيک جمهوريت، هايتي، اردن، فلسطين، سويلي سوډان، سوماليه او سوريه کې د پام وړ مرستو کمولو ته اړ شوي دي.

دې زياته کړې چې په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام « د اکتوبر مياشتې د تېرولو لپاره کافي پيسې نه لري.»

اغلې مک کين ويلي: «تر څو چې د افغانستان لپاره بودیجه پيدا نه کړو، تر هغو يې بايد په بشپړه توګه پرېږدو.»

د خوړو نړيوال پروګرام پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له اړمنو سره حياتي مرستې کړې دي.

د دې پروګرام مديرې ټينګار کړی چې د افغانستان لپاره د بودیجې پيدا کول بېړنۍ اړتيا ده او ويلي يې دي چې اوس مهال ښځې کار نه شي کولای او د خوړو نړيوال پروګرام له ښځو او ماشومانو سره مرسته کوي.

د دې په وينا، د خوړو د نړيوال پروګرام د وتلو پايله به لوږه او کاختي وي.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې د مرستې رسونې د عملياتو لپاره يو ميليون ډالرو بودیجې ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه