اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې یوه مېرمن هینو موټر وهلې، چې له کبله یې ژوند بایللی دی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، یاده پېښه تېره ورځ (شنبه، ۲۵ د وږي) د اوومې حوزې په سره رود «دو سرکې» سیمه کې را منځته شوې.
زابلی زیاتوي، چې دغه ترافیکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله شوې، چې طالب سرتېرو نیولی او پوښتنې ترې روانې دي.
په تېرو دوو ورځو کې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د څلورو جلا ترافیکي پېښو له امله څلور تنه مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
