ننګرهار او لغمان کې په دریو جلا ترافیکي پېښو کې درې تنه مړه او ۱۰ نور ژوبل شول

اطلاعات روز: ننګرهار او لغمان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې په دغو ولایتونو کې په دریو جلا ترافیکي ترافیکي پیښو کې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه مړه او ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، تېره ورځ (جمعه، ۲۴ د وږي) د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوې سراچې او کرولا موټر ټکر کړی، چې له امله یې یوه میرمن مړه او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې ټپیان د کوز کونړ ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

ورته مهال لغمان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، چې دغلته په دوو جلا ترفیکي پیښو کې دوه تنه مړه او څلور ژوبل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، لومړۍ ترافیکي پېښه نن (شنبه، ۲۵ د وږي) سهار ۱۰:۰۰ بجې د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند «خیروخېلو» سیمه کې د کابل – جلال آباد پر لویه لار رامنځته شوې.

دی وایي، په دغه ترافیکي پیښه کې یو مارګله ډوله موټر چپه شوی، چې پکې یو کس مړ او څلور نور ژوبل شوي دي.

د یوسفزي په خبره، د یادې ترافیکي پېښې ژوبل د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نوموړی دغه راز وایي، دویمه ترافیکي پېښه د الینګار ولسوالۍ په سلینګار سیمه رامنځته شوې، چې په خبره یې دغلته یو کس مازدا ډوله موټر وهلی او ځای پر ځای مړ شوی دی.

د یادو پېښو لامل د موټر چلوونکو له لوري ګړندی مزل او بې احتیاطي ښودل شوي.

په دې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی، چې ستر لاملونه یې کوچني او خراب سړکونه، د موټر چلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو نه مراعت او بې احتیاطي ښودل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه