له افغانستانه د زده کړو د حقونو درې فعالان د اروپا د پارلمان «ساخاروف» جايزې ته نوماند شول

Credit: Hannah Neumann via (X)

اطلاعات روز: د اروپا د پارلمان غړې هانا نيومن وايي چې له افغانستانه د زده کړو د برخې درې فعالان مطيع الله ويسا، مرضيه اميري او پرستو حکيم د ۲۰۲۳ کال «ساخاروف» جايزې ته نوماند شوي دي.

اغلې نيومن نن (پنجشنبه، ۲۳ د وږي) پر ايکس ټولنيزې شبکې ليکلي دي چې د زده کړو د برخې فعالانو پټ ښوونځي سازماندهي کړي، ليرې پرتو سيمو ته يې سفر کړی او له ليرې يې زده کړې مديريت کړې دي.

دې ليکلي چې د ښوونې او روزنې د برخې ډېری فعالان پر زده کړو د طالبانو د بريدونو په وړاندې مقاومت کوي.

د پارلمان دې غړې زياته کړې: «ما او د پارلمان ۵۰ نورو غړو پرېکړه وکړه چې له دوی (د زده کړو فعالان) څخه درې تنه د ۲۰۲۳ ساخاروف جايزې ته نوماند کړو.»

«ساخاروف» جايزه د ۱۹۹۸ پر مهال د بشري حقونو او ازاديو د مدافعو سازمانونو او افرادو د درناوي په موخه را منځ ته شوه.

دا جايزه د فزيکپوه او د پخواني شوروي اتحاد د سياسي مخالف آندري ساخاروف په وياړ نومول شوې او د بشري حقونو او فکري ازادۍ مدافعانو ته د اروپايي اتحاديې د پارلمان تر ټولو د ستر درناوي نښه ده.

د هانا نيومن په وينا، سږ کال له افغانستانه د «ساخاروف» نوماندان پرستو حکيم، مرضيه اميري او مطيع الله ويسا دي.

دې ويلي چې پرستو حکيم د پټو ښوونځيو بنسټګره ده او اوس مهال د «سارک» په نوم سازمان له بهره مديريت کوي.

همدا راز د نيومن په وينا، مرضيې اميري له افغانستانه تر تېښتي وروسته پټ ښوونځي او انلاين دورې اداره کوي.

همدارنګه د «قلم لار» بنسټ بنسټګر مطيع الله ويسا له کلونو راهيسې زده کړو ته د ليرې پرتو سيمو د ماشومانو د لاسرسي په برخه کې هڅې کوي. نوموړی اوس مهال د طالبانو په زندان کې دی.

اغلې نيومن زياته کړې چې طالبانو ويسا د ماشومانو له زده کړو څخه د ملاتړ په «جرم» زنداني کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه