اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې په دې ولايت کې یې د ۲۱۸ درملتونونو څخه د نظارت وروسته ۲۳ هغه تړلي چې پر خلکو یې تاریخ تېره درمل پلورل.
هلمند کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست څخه نن (پنج شنبه، ۲۳ د وږي) په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه درملتونونه یې د تېرو دوو ورځو راهیسې د یوه کمپاین پرمهال تړلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د روغتیا ریاست د یو ګډ کمیسیون له لارې په تېرو دوو ورځو کې ۲۱۸ درملتونونه کتلي چې له منځه یې ۲۳ درملتونه د وخت تېره درملو د پلور له امله تړل شوي دي.
د دوی په خبره، چې په یادو درملتونونو کې تر ۴ ټنو پورې تاریخ تېره درمل هم نیول شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، هغه کسان چې تاریخ تیره درمل پلوري قانوني چلند به ورسره کېږي.
له کلونو راهیسې د افغانستان په بازارونو کې په خپل سري توګه بې کیفیته او تاریخ درمل پلورل کېږي چې دې چارې ګڼ خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.
