اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د یوې موسېسې له لوري ۵۰۰ کسانو ته د مزدورۍ په موخه لاسي ګاډۍ ووېشل شوې.
په دغه ولایت کې د طالبانو له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څخه نن (چهارشنبه، ۲۲ د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرسته د ORD یا له پرمختیايي برخې سره د مرسته کوونکې موسېسې په همکارۍ شوې ده.
خبر پاڼه زیاتوي، چې یادې موسېسې د مرکز ښرنې له ۵۰۰ بزګرانو او نورو اړمنو خلکو سره د لاسنیوي په موخه د لاسې کراچیو یا ګاډیو مرسته کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو بزګرانو او اړمنو سره د لاسي ګاډیو همکاري د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو د دوام پروژې په چوکاټ کې شوې چې موخه یې د کرنې برخې وده او د هغوی د اړتیاوو پوره کېدل دي.
دوی دا مرستې داسې مهال کوي چې د پکتیکا ترڅنګ د هیواد په ګڼو ولایتونو کې خلک د بې روزګارۍ له ډېرېدو سر ټکوي او سلګونه ځوانان د هیواد په ښارونو کې لاسي ګاډۍ چلوي او پر مټ یې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.
