د ننګرهار خلک: طالبان دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د کابل – جلال آباد دویم لاین سړک دې ورغوي

اطلاعات روز: سره له دې چې د ختیځو ولایتونو خلکو له اوږدو کلونو راهیسې د کابل – جلال آباد د دویم لاین سړک د رغولو پرلپسې غوښتنې کړي، خو په دې برخه کې نه تېر جمهوري نظام او نه هم د طالبانو اوسني رژیم کوم ګام پورته کړی.

ننګرهار مېشتي وایي، د کابل – جلال آباد لومړی لاین سړک له خطرونو ډک دی او له همدې امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ننګرهار خلک تېر شل کلن جمهوریت او د طالبانو اوسنی حکومت له دغه ولایت سره په دوه مخۍ تورنوي او زیاتوي، چې په یاد ولایت کې یې دا او دې ته ورته سترې پروژې نه دي تطبیق کړي.

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی خان پاچا وایي، په دې وروستیو کې د کابل – جلال آباد پر لویه لار د ترافیکي پېښو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی او باید د طالبانو شته رژیم د یادې ستونزې د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

نوموړی زیاتوي، چې په تېرو شلو کلونو او د طالبانو په څه باندې دوه کلنې واکمنۍ کې ورسره د یاد سړک د جوړېدو بې شمېره ژمنې شوي، خو وایي، چې په دې برخه کې یې د عمل څرک نه دی لیدلی.

خان پاچا د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د یاد سړک د جوړېدو لپاره دې د ژمنو پرځای عملي اقدامات وکړي او د خلکو ستونزو ته دې د حل لار ولټوي.

نوموړي وویل: «ژمنې خو ډېرې کېږي، د کرزي وخت کې هم شوي، د اشرف غني وخت کې هم شوي او اوس اسلامي امارت هم راغلی، دوی هم اختر نه مخکې وعده کړې وه، چې په دې سړک کار شروع کوو، خو اوسه پورې هېڅ څه شی هم نشته.»

د حصارک ولسوالۍ خلک وایي، ډېر کله یې د لارې د خرابوالي له امله ناروغان پر وخت روغتون ته نه رسېږي او په نیمه لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د جلال آباد – حصارک لاین موټر چلوونکي بیا دغې لارې تر پوزې رسولي او وایي، دغه سړک تر دې کچې کنډ و کپر دی، چې د دوو ساعتونو لار په شپږو ساعتونو وهي او ګټل شوې پیسې ترې بېرته په موټر لګېږي.

موټر چلوونکی نذیر ګل د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د کابل – جلال آباد دویم لاین سړک د جوړونې چارې دې ژر تر ژره پېل کړي او په دې برخه کې دې د ژمنو د تازه کولو پر ځای پر عمل لاس پورې کړي.

نذیر ګل زیاتوي: «ډېرو مشکلاتو سره مخ یو، اول زه یم تقریباً ۱۸ کاله کېږي د دې لاین ډرایور یم، ۱۸ کاله مې ووتل، له شپږو اوو حادثو سره زه په دې لارې مخ شوی یم، چې مریض راته په لاره کې وفات شوی.»

په همدې حال کې بیا ننګرهار کې د طالبانو مسوولین د ولسي خلکو ستونزې مني او وايي، د سړک د رغولو لپاره یې لومړني کارونه سرته رسولي او عملي کارونه به یې نږدې راتلوونکي کې پېل شي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي یار محمد محمدي وایي، په تېر کې د یاد سړک د رغونې لپاره آسیایي او نړۍ وال بانکونو پیسې ځانګړې کړې وې، چې په خبره یې، له دغو بانکونو سره په اړیکه کې دي او که هوکړې ته ونه رسېدل؛ نو د طالبانو د حکومت له بودیجې به یې د جوړونې چارې پېل کړي.

نوموړي وویل: «دا سرک یقیني داسې نه چې د حصارک، شېرزادو، خوږیاڼو او د لوګر د ازرې ولسوالۍ خلکو لپاره فایده من نه دی، دا سړک د آخوا د شمالي ولایتونو خلکو لپاره هم ډېر اهم دی؛ نو امارت اسلامي قصد کړی، چې دغه سرک به شروع کوي.»

د کابل جلال آباد دویم لاین سړک د ننګرهار له سره رود ولسوالۍ پېلېږي او د دغه ولایت له خوږیانو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو تېرېږي او له کابل ولایت سره وصلېږي.

ختیځ مېشتي وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې په ختیځو ولایتونو کې نه یوازې لویې پروژې نه دي پلې کړي؛ بلکې د کوچنیو پروژو شمېر هم تر نهایي کچې کم شوی، چې ورسره د خلکو د بېکارۍ او فقر ګراف لوړ شوی دی.

د خلکو غوښتنې دادي، چې طالبان دې د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي او د خلکو له تېر ویستنې دې لاس واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه