توماس وېسټ: په افغانستان کې د داعش حضور د امريکا جدي اندېښنه ده

Photo: via VOA

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ويلي، چې په افغانستان کې د داعش حضور او فعاليت د امريکا تر ټولو لويه اندېښنه ده.

د امريکا غږ رسنۍ د راپور له مخې، وېسټ پرون (سې‌شنبه، ۲۱ د وږي) په واشنګټن کې د سټمسن په څېړنيز مرکز کې د خبرو پر مهال ويلي، چې د داعش پر خراسان څانګې د طالبانو بريدونه اغېزناک وو او د داعش وړتيا په پام وړ کچه کمه شوې ده.

دې امريکايي ډيپلوماټ زياته کړې، چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې څه کم اته مشران وژل شوي دي.

وېسټ ویلي، چې امريکا د داعش خراسان څانګې د فعاليت په اړه جدي اندېښنه لري ځکه دا ډله له افغانستانه دباندې د بريدونو هوډ لري.

ده همدا راز زیاته کړې، چې امريکا ته له افغانستان او پاکستان څخه د القاعدې ګواښ په تر ټولو ټيټه کچه کې دی.

د امریکا دې ځانګړي استازي په عين حال کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د سيمې تر ټولو لوی تهديد ياد کړی دی.

دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بريدونه زيات شوي دي.

د پاکستان د جګړې او امنيت د مطالعاتو انسټيټيوټ په تازه توګه ويلي، چې په دې هيواد کې د اګست مياشتې پر مهال تروريستي بريدونه د تېرې مياشتې په پرتله ۸۳ سلنه زيات شوي دي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي چې د دې مياشتې پر مهال د افغانستان پر پوله پراته د پاکستان بلوچستان او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې د تاوتريخوالي زياتې پېښې شوې دي.

له دې سره-سره پاکستاني چارواکي وايي، چې پاکستاني طالبان خپل بريدونه د افغانستان له خاورې پلانوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه