د تېر دولت د ډيپلوماټانو ټولنه: په افغانستان کې ښځې له پراخ جنسيتي اپارتايډ سره مخ دي

Photo: AFP

اطلاعات روز: «د افغانستان د اسلامي جمهوريت» د ډيپلوماټانو د انسجام ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې ښځې له پراخ جنسيتي اپارتايډ سره مخ دي او د روم د اساسنامې غړي هيوادونه بايد د دې «بشر ضد وضعيت» د تعريف او رسميت پيژندنې لپاره حقوقي اقدامات وکړي.

د دې ټولنې په اعلاميه کې چې تېره شپه (سې‌شنبه، ۲۱ د وږي) خپره شوې، راغلي چې پر هيواد د طالبانو له «تحميلېدو» سره د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تروړل شوي او ښځينه ټولنه له ډول – ډول شکنجو او جنسيتي تبعيض سره مخ شوې ده.

د پخواني دولت د ډيپلوماټانو د انسجام ټولنې ويلي، چې د افغانستان ښځې د اسلامي لارښوونو او بنسټيزو انساني حقونو له مخې خپل حقونه غواړي.

د دې ټولنې په اعلاميه کې راغلي چې قوانين او نړيوال نظام د انساني کرامت او بنسټيزو بشري ارزښتونو خونديتوب ته ژمن دي، خو په افغانستان کې د ښځو حقونه د طالبانو تر واک لاندې په بې مخينې توګه تروړل کېږي او له پراخ جنسيتي اپارتايډ سره مخ دي.

«د افغانستان د اسلامي جمهوريت» د ډيپلوماټانو د انسجام ټولنې ويلي، چې له دې سره-سره نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه د افغانستان په قضيه کې ښکېل هيوادونه يوازې ننداره کوي او د بشري حقونو بنسټونه هم د سياسي ملاحظاتو له امله د جنسيتي اپارتايډ له رسميت پيژندنې ډډه کوي.

دې ټولنې د يو شمير ښځينه فعالانو د نه خوراک د اعتصاب ملاتړ کړی او له نړيوالې ټولنې او د روم د اساسنامې له غړو هيوادونو يې غوښتي چې د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په پام بايد «په افغانستان کې د روان وضعيت د مخنيوي» په موخه د جنسيتي اپارتايډ د تعريف او رسميت پيژندنې لپاره لازم حقوقي اقدامات وکړي.

په دې وروستيو ورځو کې يو شمېر بهر مېشتو ښځو د نه خوړلو اعتصاب کړی و او غوښتنه يې کوله چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان بايد د يوه داسې هيواد په توګه وپېژندل شي چې جنسيتي اپارتايډ پکې روان دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ د بشري حقونو د شورا په څلور پنځوسمه غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې په افغانستان کې سيسټماټيک، پراخ او بنسټيز شوی تبعيض چې د ژوند له بېلابېلو اړخونو د ښځو د حذف په لټه کې دی د جنسيتي اپارتايډ د تکامل کوونکې پديدې ارزول يې ضروري کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه