اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځایي امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې یو زوی خپل پلار د تبر په ګوزار وژلی دی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۲۱ د وږي) د دره نور ولسوالۍ په «وایګل» قریه کې را منځته شوې ده.
زابلی زیاتوي، چې وژل شوی کس عالم نومېږي، چې د خپل زوی له لوري د تبر په ګوزار ټپي او وروسته یې د دره نور ولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړې ده.
هغه د زوی او پلار ترمنځ د دغې پېښې لامل نه دی څرګند کړی او زیاتوي، چې د وژل شوي کس قاتل له سیمې تېښته کړې او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوي، چې لامل یې بېکاري، اقتصادي ستونزې او فقر یادېږي.
