ريچارډ بېنټ: د افغانستان خلک له انساني ناورین او  د بشري حقونو له نقضوونکي رژيم سره مخ دی

UN Photo / Jean Marc Ferré

اطلاعات روز: په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ د بشري حقونو د شورا په څلور پنځوسمه ناسته کې ويلي، چې د افغانستان خلک له يوه انساني ناورین او داسې رژيم سره مخامخ دي چې ډېری بشري حقونه نقضوي.

نوموړي په دې ناسته کې چې پرون (دوشنبه، ۲۰ د وږي) شوې، ويلي چې د افغانستان خلک د طالبانو تر واکمنېدو وروسته سختې ستونزې ګالي.

د ده په خبره د افغانستان خلک له بشري ناورین او داسې رژيم سره مخامخ دي چې ډېری بشري حقونه نقضوي. بېنټ ويلي چې طالبانو حقونه، د ژوند فرصت او د ښځو او نجونو کرامت له منځه وړی.

بېنټ زياته کړې، چې سيسټماټيک تبعيض پراخ او بنسټيز شوی تر څو د ژوند له ټولو اړخونو ښځې حذف کړي او د جنسيتي اپارتايډ د تکامل کوونکې پديدې ارزول يې ضروري کړي دي.

ده په اروپا کې د ښځو د حقونو د فعالانو غذايي اعتصاب ته هم اشاره کړې چې په افغانستان کې د جنسيتي اپارتايډ د رسميت پيژندنې غوښتنه کوي.

بېنټ يو ځل بيا له طالبانو غوښتي چې خپل «ظالمانه» او ښځه ځپونکي سياستونه دي بدل کړي او ښځو ته دې د کار او سوداګرۍ اجازه ورکړي.

ځانګړي راپورچي همدا راز د طالبانو له خوا د مدني ټولنې د فعالانو، ورځپاڼه ليکونکو او معترضينو نيول کېدو ته اشاره کړې او د دوی د خوشې کېدو غوښتنه يې کړې.

ده د خپلو خبرو په يوه برخه کې ويلي، چې د قانون د حاکميت نشتون، د سرچينو او واک لپاره سيالي او همدا راز د طالبانو له لوري د قومي ملاتړ ادعاوو د قومي او مذهبي ډلو ترمنځ له وړاندې حساسې اړيکې نورې هم کړکيچنې کړې دي.

بينټ زياته کړې چې له ځانګړو قومونو لکه هزاره‌ګانو، ترکمنو او ازبکو څخه يې زيات راپورونه تر لاسه کړي دي.

ده د محرم پر مراسمو د طالبانو محدوديتونو او د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ د غړو ځای پر ځای کولو لپاره د ترکمنو او ازبکو جبري کډوالۍ ته اشاره کړې ده.

بېنټ د پرونۍ ناستې په وروستيو کې د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې وضعیت په هيڅ ډول هم د منلو وړ نه دی او اړينه ده چې د بشري حقونو شورا او نور بنسټونه دې موضوع ته د رسيدګۍ په موخه اقدامات وکړي.

ده غوښتنه وکړه چې د عدالت په نړيواله محکمه کې دې د ښځو پر خلاف د تبعيض د ختمولو د کنوانسيون او نورو نړيوالو توافق‌ليکونو نقض ته رسيدګي وشي او د افغانستان د ښځو غږ دې واورېدل شي.

همدا راز بېنټ ټينګار وکړ چې افغانستان بايد د ځواب ويلو يو داسې ميکانيزم ولري چې د وضعيت له شدت سره مناسب وي.

ده همدا راز وويل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض ته د رسيدګۍ په موخه بايد يو بل نړيوال، څېړنيز او خپلواک ميکانيزم جوړ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه