اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال د دې هيواد د ملي امنيت د وياند جان کربي څرګندونې رد کړې دي. نوموړي ويلي و چې متحده ايالاتو په افغانستان کې هيڅ نظامي تجهيزات نه وو پرېيښي.
ښاغلي مک کال تېره ورځ (يکشنبه، ۱۹ د وږي) له سي اين اين خبري رسنۍ سره په مرکه کې دا څرګندونې «احمقانه» بللې دي.
ده ويلی: «جان کربي ويلي چې هيڅ وسلې نه دې پاتې شوي، چې احمقانه خبره ده. هلته د اوو ميلياردو ډالرو په ارزښت وسلې پاتې دي. زه کولای شم د پاتې شويو وسلو او نغدي پيسو ويډيوګانې درته وښيم.»
د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کربي تېره اونۍ د يوه خبري کانفرانس پر مهال وويل، چې دې هيواد په افغانستان کې هيڅ نظامي تجهيزات نه دې پرېيښي.
ده ويلي، د کومو تجهيزاتو په اړه چې خبرې کېږي د افغانستان امنيتي ځواکونو ته ورکړل شوي وو تر څو د خپل هيواد امنيت په وساتي.
ښاغلي مک کال په دې مرکه کې ويلي چې د بايډن د حکومت يو شمېر چارواکي لکه د ملي امنيت شورا اوسنی وياند جان کربي، د سپينې ماڼۍ پخوانی وياند جين ساکي او د بهرنيو چارو وزارت پخوانی وياند ند پرانيس به د افغانستان د وتلو په تړاو د پوښتنې او ځواب لپاره دې کميټې ته را وغواړي.
ده ويلي، له افغانستانه د وتلو پر مهال چې جين ساکي کوم پيغام ورکاوه، له واقعيت څخه ډېر متفاوت و.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د افغانستان د سولې په چارو کې د پخواني استازي زلمي خليلزاد په ګډون د دې هيواد له اتو اوسنيو او پخوانيو چارواکو څېړنې کوي.
د امريکا د استازو مجلس د بايډن د ادارې له لوري له افغانستانه د وتلو بهير «فاجعهناک» بللی او په دې اړه يې پراخې پلټنې پېل کړې دي.
