اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په لړ کې «د سخت مالي کمښت» له کبله د روان ميلادي کال پرمهال ۳۶.۶ زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي د خوراکي کڅوړو څخه بې برخې شوي دي.
دې بنسټ نن (يکشنبه، ۱۹ د وږي) پر ايکس خواله رسنۍ ليکلي، چې دا ماشومان د ښې تغذيې په موخه په هغو ولايتونو کې له دې خوراکي کڅوړو استفاده کوله چې لومړيتوب ورکړل شوی وو.
اوچا زياته کړې چې لومړنيو روغتيايي او خوراکي خدماتو ته د نورو ۱۰۰ زره کسانو لاسرسی هم محدود او يا قطع شوی دی.
دې بنسټ خبرداری ورکړی چې که د افغانستان له خلکو سره د مرستې په لړ کې د بودیجې کمښت دوام پيدا کړي، د روغتيا او تغذيې ۱۷۳ سيار مرکزونه به وتړل شي او له کبله به يې تر پنځو کلونو کم عمره ۷۰ زره او ۲۰۰ ماشومان اغېزمن شي.
اوچا همدا راز ويلي، چې د تغذيې خدماتو ته به د ۱.۸ ميليونه کسانو لاسرسی قطع شي چې په دې کې تر پنځو کلونو کم ۹۴۴ زره د منځنۍ کچې خوارځواکي او د سختې خوارځواکۍ ۵۲۱ زره او ۹۳۴ تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان شاملېږي.
د روان ميلادي کال د دويمې نيمايي په پيلېدو سره نړيوالو بنسټونو په پراخه توګه د افغانستان له خلکو سره د مرستو په لړ کې د بشرپالې بودیجې د کمښت په تړاو خبرداری ورکړی.
تېره اونۍ د خوراک نړيوال پروګرام اعلان وکړ چې د روانې ميلادي مياشتې پرمهال د بودیجې د کمښت له کبله له دوه ميليونه اړمنو وګړو سره خوراکي مرسته کموي.
دې بنسټ ويلي، چې اوس مهال په افغانستان کې له هرو پنځو وږو کسانو څخه له يوه سره مرسته کولای شي.
