د طالبانو رژیم او د بېکارۍ پراخه څپه؛ ننګرهار کې لوستو ځوانانو ورځنۍ مزدورۍ ته مخه کړې

اطلاعات روز: د ننګرهار اوسېدونکي وایي، په هېواد کې د طالبانو له لوري د پخوانیو نظامیانو او ملکي مامورینو له دندو تر شړل کېدو وروسته د بېکارۍ څپه پراخه شوې او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دغه ولایت کې د بېکارۍ له امله یو شمېر هغه ځوانان چې د لېسانس تر کچې زده کړې لري د دندې د نشتوالي او اقتصادي ستونزو زیاتوالي اړ کړي، چې جلال آباد ښار کې ورځنۍ مزدوري وکړي.

لوستي ځوانان وایي، د طالبانو له لوري په دولتي ادارو کې د دندو په موخه د لوستي قشر نه ځای پرځای کولو له رواني پلوه ځپلي او د یوې مړۍ نفقې پیدا کولو په موخه د ښار په واټونو کې ستړې ورځ تېره کړي، خو د کار نشتون له امله پرته له مزدورۍ ناهیلي کورونو ته ستنېږي.

د ننګرهار اوسېدونکی عزیزالله چې د لېسانس تر کچې یې زده کړې کړي وايي، له سختو سرګردانیو او منډو ترړو وروسته بیا هم ونه توانېد، چې په دولتي یا خصوصي سکتور کې دنده ترلاسه کړي او اوس اړ شوی، چې د خپلې کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو پوره کولو په موخه د کار د پیدا کولو په تکل منډې ترړې ووهي.

نوموړی زیاتوي، هر سهار وختي له کوره په دې موخه را وځي، چې مازدیګر به خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ نفقه یوسي، خو په خبره یې د کار د نشتوالي له امله کور ته تش جېب ستنېږي او د خپلې کورنۍ انتظار ته څه نه لري.

عزیزالله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «هر سړي پسې کور ور په غاړه دی، سبایي را وځي د دې لپاره خو نه را وځي، چې زه لاړ شم او هلته د مستۍ نه کېنم، خو څه به ګټي که نه، څه خو به بچیو ته وړي که نه؛ خو چې دلته را ووځو کله کارونه وي کله نه وي، بس اوس را وتلي یو سبايي، لمونځونه مو کړي دي د الله په هېله، بس ناست یو کله ښکته ځو کله پورته ځو.»

ننګرهار مېشتي د طالبانو رژیم تورنوي، چې ځوانان او په کارپوه خلک یې څنډې ته کړي او پرځای یې په دولتي ادارو کې خپل جنګیالي او پلویان، چې غیر مسلکي دي په دندو ګمارلي دي.

دوی وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بېکارۍ څپه تر دې کچې پراخه شوې، چې آن ګڼ شمېر ځوانان د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو زیاتوالي له امله پر نشو روږدي شوي.

د ننکرهار خلک د طالبانو له شته رژیم غوښتنه کوي، چې لوستي ځوانان دې پر دولتي دندو وګماري او نورو بې روزګاره ځوانانو ته دې د دایمي کار روزګار زمینه برابره کړي.

ورته مهال د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس فریدالله حقاني وایي، د بې روزګارۍ کچې د کموالي په موخه یې بې روزګاره کسان د حرفوي زده کړو په برنامو کې جذل کړي او مرستندویه ادارو پرمټ یې ورته د کار زمینه برابره کړې.

نوموړی زیاتوي، په دې برخه کې یې هڅې دوام لري او د مرستندویه موسېسو پر مټ به د بېکارۍ کچه را کمه کړي.

د جلال آباد ښار په واټونو کې ولاړ بې روزګاره ځوانان د طالباني رژیم د چارواکو پر ژمنو باور نه لري او وايي، چې په دې برخه کې یې په ځلونو خپل غږ پورته کړی، خو د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو د طالبانو حکومت د دوی غږ نه دی اورېدلی او نه یې هم ورته کاري زمینې برابرې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه