اطلاعات روز: کندهار کې د روب جوړولو یوه فابریکه چې تازه یې فعالیت پېل کړی هره ورځ ۱۰۰ ټنه روب تر تولید وروسته بازار ته وړاندې کوي.
د دغې فابريکې مسوول بشير احمد صافی وايي، پردې فابريکې يې شاوخوا ۶ ميليونه امريکايي ډالر پانګونه کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۵۰ ټنو توليد وړتیا لري، خو د رومیانو د کمښت له کبله یې اوسمهال تولیدات ۱۰۰ ټنو ته رسیږي.
نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د بهرني روب پر وارداتو دې تعرفې زیاتې کړي ترڅو د داخلي کارخونو تولید بازار پیدا کړي.
صافي وويل: «موږ ته له کندهار، فراه، هلمند، لوګر، غزني، ميدان وردګو، او شمالي ولايتونو څخه بزګران روميان راوړي، موږ يې په مناسبه بيه ورڅخه اخلو او دلته روب ورڅخه جوړو، زموږ توليدات د کيفيت له اړخه تر هر ډول خارجي توليداتو ښه دي او بيه يې هم مناسبه ده.»
د دې فابريکې تخنيکي مسوول نجيب الله بیا وایي، چې اوسمهال ورسره په بېلابېلو برخو کې ۵۰ تنه کارکوونکي کار کوي او هڅه کوي چې دا شمیر نور هم زیات کړي.
ورته مهال کندهار کې د صنايعو او معادنو خونې مسوول سيد سرور آغا د دغې فابریکې جوړول یو بریالی ګام بولي او د نورو پانګوالو غوښتنه کوي چې شته برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي وویل: «ټولو هیوادوالو ته په کار ده چې د خپلو وطني تولیداتو ملاتړ وکړي استعمال يې کړي او کار ورته وکړي هغه که تجاران دي که نور عام خلک دي، بل هغه شيان چې دلته توليديږي بايد د نورو هيوادونو څخه چې را واردېږي پر هغه تعرفې لوړي شي.»
افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې تراوسه د ضرورت وړ توکو برخه کې پر ځان بسیا شوی نه دی او ډیره تکیه یې پر بهرنیو توکو ده.
