اطلاعات روز: د بشري حقونو فعالانو او په پاکستان کې میشتو افغان معترضو ښځو په جرمني کې د ښځينه حقونو د فعالانو د نه خوراک د اعتصاب ملاتړ کړی او غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه دې د اعتصاب کوونکو غوښتنو ته پام وکړي.
تمنا زریاب پریاني، چې افغانستان یوه له معترضو ښځو څخه ده، د جرمني په کولن ښار کې یې د یو څو نورو کسانو سره د نه خوړلو اعتصاب کړی. د دوی اعتصاب د سپټمبر له لومړۍ نيټې پېل شوی او ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۱۲مې به دوام وکړي.
اعتصاب کوونکي له ملګرو ملتونو غواړي چې په افغانستان کې دې «جنسيتي اپارتايډ» په رسميت وپېژني.
په اسلام آباد کې د بشري حقونو فعالانو او ښځینه معترضينو د چهارشنبې په ورځ (۱۵ د وږي) د يوې خبري ناستې پر مهال د دې اعتصاب کوونکو ملاتړ کړی او ويلي يې دي: «موږ تمنا او د هغې ملګرو ته چې د نه خوراک اعتصاب يې کړی، د ملګرو ملتونو د بېړنۍ پاملرنې غوښتونکي يو.»
دوی خبرداری ورکړی چې که له اعتصاب کوونکو سره هر ډول پېښه وشي نو نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او د نړۍ ټول هيوادونه به مسوول وي.
د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو همدا راز ويلي، که ملګري ملتونه او د نړۍ هيوادونه د تمنا زرياب پرياني «انساني» غوښتنې او د نه خوراک اعتصاب ته پاملرنه ونه کړي، دوی به د نه خوراک نامحدود اعتصاب وکړي.
دوی ټينګار کړی چې په افغانستان کې د طالبانو په لاس پېښ شوی جنسيتي اپارتايډ دې د ملګرو ملتونو له لوري په رسميت وپېژندل شي، له طالبانو سره دې مالي مرستې ودرول شي او ټول سياسي زندانيان، د بشري حقونو فعالان او خبريالان دې له شرط پرته ازاد کړل شي.
د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو افغانستان له خلکو هم غوښتي چې د «وژونکې» چوپتيا «او يوه ژغورونکي په تمه د انتظار» پر ځای دې لارو او کوڅو ته راووځي او د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتونکې داعيې ملاتړ دې وکړي.
دوی ويلي، چې د افغانستان پر خلکو د طالبانو جنايات هره ورځ مخ پر زياتېدو دي او بايد د دې ټولو جناياتو پر وړاندې ټوليز ګام واخيستل وشي.
