جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ ښوونځيو د جوړونې او بيارغونې لپاره ۲۵ ميليونه ډالر مرسته کوي

Photo: UNICEF Afghanistan

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) اعلان کړی چې جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ ابتداييه ښوونځيو د جوړونې او بيارغونې لپاره ۲۵ ميليونه ډالر مرسته کوي.

د هغې اعلاميې له مخې چې دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۱۵ د وږي) خپره کړې، دا مرسته به ۳۳ زره زده کوونکو ته امن زدکړييز چاپېريال برابر کړي.

يونيسف ويلي، چې دا پيسې به د درسي ټولګيو پر جوړونې او بيارغونې، د تشنابونو پر جوړولو، په ښوونځيو کې د لاس وينځلو لپاره د امکاناتو پر برابرولو او چارديوالي پر جوړولو ولګېږي.

په افغانستان کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا ويلي، چې «هر ماشوم حق لري چې ښوونځي ته ولاړ شي او په امن چاپېريال کې زده کړې وکړي».

ده زياته کړې چې «جاپان په افغانستان کې د ښوونځيو او روغتيايي تأسيساتو په جوړولو سره د هلکانو او نجونو د زدکړييزې ودې ملاتړ کوي».

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وايي، چې تقريبا د افغانستان نيمايي دولتي ښوونځي، درسي ټولګي او له دې ښوونځيو څخه ۵۸ سلنه يې پاکې اوبه او د لاس مينځلو لپاره ځای نه لري.

دا بنسټ وايي، چې په منځنۍ کچه د افغانستان په ښوونځيو کې د ۲۴۹ زده کوونکو لپاره يوازې يو فعال تشناب شته دی او يوازې ۴۷ سلنه ښوونځي چارديوالي لري.

د دې بنسټ په اعلاميه کې راغلي چې د ښوونځيو لپاره چارديوالي ځکه مهمه ده چې کورنۍ داسې ښوونځي امن ګڼي او دا اقدام د زده کوونکو په ځانګړې توګه د نجونو حضور زياتوي.

په افغانستان کې د يونيسف استازې فران اکيثا ويلي: «کله چې د زده کوونکو لپاره درسي ټولګي امن او په زړه پورې وي، دوی د زده کړې انګېزه پيدا کوي او په دې توګه د زده کوونکو نومليکنه، د حضور کچه او له ښوونځيو يې د فراغت کچه لوړېږي.»

دې زياته کړې: «په داسې حال کې چې د افغانستان ماشومان د خپلې زده کړې په بهير کې له زياتو خنډونو سره مخ دي، د افغانستان د دولت او خلکو ملاتړ زيات مهم دی.»

يونيسف ويلي، چې دا پروژه به د ملګرو ملتونو له پرمختيايي سازمان (يو اين ډي پي) سره په ګډه په پراخه کچه د ټولنو او متخصصينو په مرسته پلان، طرح او پلې کړي تر څو يې د کيفيت، پايدارۍ، د استفاده کېدونکو موادو او مناسبو تخنيکونو په اړه ډاډ تر لاسه شي، په ځانګړې توګه په هغو سيمو کې چې د زلزلې، سيلابونو او نورو پېښو له خطر سره مخ وي.

جاپان تر دې وړاندې هم د ښوونځيو د رغونې، ښوونکو د روزنې، په ښوونځيو کې د روغتيايي خدماتو د برابرونې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه