تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې د طالبانو، پاکستاني پوځیانو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

ځايي سرچينې وايي، چې دغه نښته نن (چهارشنبه، ۱۵ د وږي) تر غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې رامنځته شوې او دواړو اړخونو پکې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستی دی.

سرچینې زیاتوي، چې په یاده نښته کې څلور افغان ماشومان، دوه طالبان او دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او همدارنګه ۱۶ افغان مسافر او ۴ پاکستاني وګړي ټپیان شوي دي.

یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې د یادې نښتې له امله افغان سوداګرو ته مالي زیانونه هم رسېدلي.

سرچینې زیاته کړه، چې نښته هغه مهال را منځته شوې، چې طالبانو غوښتل د تورخم دروازې ته څېرمه نوې امنیتي پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني ځواکونو یې مخنیوی کړی.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي یاده نښته تایید کړې، خو د مرګ ژوبلې په تړاو یې رسنیو ته دقیق جزیات نه دي ورکړي.

زابلي ویلي، اوسمهال د دواړو لوریو ترمنځ نښته درېدلې، خو د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلې ده.

دغه راز د طالبانو د کورنيو چارو وزارت هم یاده نښته تایید کړې او ويلي يې دې چې لومړی ډزې پاکستاني لوري کړې دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع پر ايکس خواله رسنۍ ليکلي، چې طالبانو د پاکستاني پوله ساتو ډزو ته ځواب ورکړی او د دواړو اړخونو تر منځ نښته شوې.

تر دې وړاندې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي او دواړو لوریو ته پکې تلفات هم اوښتي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه